د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان انګلش ګاونټۍ کې د لوبېدو لپاره د ویزې انتظار کوي


راشد خان د برتانیا د غوره لوبغاړو ویزې ته انتظار کوي
راشد خان د برتانیا د غوره لوبغاړو ویزې ته انتظار کوي

د برتانیا انګلش کاونټۍ ځینو لوبډلو د راشد خان د پېرېدلو هوډ کړی، خو اوس یې د کورنیو چارو وزارت د هغه سوابق پلټي.

د آی پي ال، بګ بش او ځینو نورو تجارتي سیالیو په څېر د انګلش کاونټي سیالۍ هم معتبري بلل کیږي او د نړۍ مشهور لوبغاړي په کې لوبیږي.

د برتانیا د کورنيو چارو وزارت د انګلش په کاونټۍ کې د هر لوبېدونکي بهرني لوبغاړي سوابق پلټي او بیا ورته د ویزې ورکولو او نه ورکولو پرېکړه کوي. که ویزه ورکړل شوه نو راشد خان به په ۲۰۱۸ کال کې په دغو سیالیو کې ولوبیږي.

برتانیا د انګلش په کاونټۍ کې هر بهرني ته د "غوره لوبغاړي" ویزه ورکوي چې تګ راتګ او سفر ورته اسانه وي، خو د سوابقو پلټل یې د ویزې مهم شرط بلل کیږي.

راشد خان لومړنی افغان دی چې د انګلش کاونټۍ ځینو لوبډلو یې د پېرېدلو هوډ کړی دی. خو د لوبډلو نومونه لا معلوم نه دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د انګلش په کاونټۍ کې ډېر لوبېدونکي لوبغاړي د کرکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ درجې هېوادونو څخه دي، افغانستان هم اوس تازه د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو.

تراوسه نه د افغانستان کرکټ بورډ او نه هم په خپله راشد خان په دې اړه څه ویلي دي. راشد خان له کور د باندې په اول ځل د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې له لوبېدو وروسته په ډېر لوړ قیمت د هند په آي پي ال سیالیو کې ولوبېده او وځلېده.

هغه د اګست په میاشت کې د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې هم لوبیږي او په یوې ځانګړې مرکې کې یې امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د اسټرالیا د بګ بش ځینو لوبډلو هم ورته د لوبو وړاندیزونه کړي چې ښايي ورسره ولوبیږي.

۱۸ کلن راشد خان په یوې ورځنیو سیالیو کې د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې اتم او د ۲۰ اورونو په سیالیو کې په څلورم مقام کې دی.

هغه په نړۍ کې څلورم بالر شو، چې په یوې لوبې کې اووه لوبغاړي وسوځول. ده د ویسټ انډیز خلاف لوبې کې دا ریکارډ جوړ کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG