د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک غواړي افغانانو سره بشري مرستو لپاره ۶۰۰ میلیون ګنګل شوي ډالر ازاد کړي 


د افغانستان بانک د نړیوال بانک له خوا د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کنګل شوو پیسو څخه د بشري مرستو د لګښت لپاره د ۶۰۰ میلیونو ډالرو د ازادولو د پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي دا اقدام به د اقتصادي وضعیت ښه کیدو کې مرسته وکړي.

دا پداسې حال کې دي د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د تیرو دوو کلنو پرتله افغانستان کې د خلکو عواید نیمايي کم شوي دي.

د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند امریکا غږ ته وویل، چې دا د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په برخه کې یو ښه ګام دی او دوی یې هرکلی کوي. هغه زیاته کړې چې " دغه پیسې د افغانستان بانک د ارزي ذخایرو د پیسو څخه نه دي".

د تیرې جمعې په ورځ یوې باخبره سرچینې د رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې نړیوال بانک یو وړاندیز منظور کړی، چې له مخې به یې د دغه بانک سره د افغانستان د بیارغونې د امانتي صندوق د کنګل شویو پیسو څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره په دغه هیواد کې د اقتصادي وضعیت او د پوهنې په چارو په مصرف ورسیږي.

د نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې په امانتي صندوق کې له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې کنګل شوې پیسې پرتې دي.

د رویترز د خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې د نړیوال بانک پلاوی به د مارچ د میاشتې په لومړۍ ورځ په دې اړه خپله وروستۍ پریکړه وکړي.

اوس مهال نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې امانتي صندوق مدیریت په غاړه لري. که چیرې نړیوال بانک دا پیسې له کنګل کیدو وباسي نو د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ دفتر یونیسف او د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې "ډبلیو ایف پي" ته به افغانانو سره د مرستې لپاره ورکړل شي.

نړیوال بانک د افغانستان د بیا رغونې د امانتي صندوق د کنګل شوو پیسو د یوې برخې د خلاصیدو په باب دا پریکړه په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار په یوه تازه راپور کې چې تیره ورځ یې د خپل ټویټر په پاڼه خپور کړی اټکل کړی چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د خلکو عاید نیمایی ته راکم شي.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې اوس مهال افغانستان کې د خلکو کلنی عاید ۶۵۰ امریکایي ډالره دی چې د دغه راپور له مخې به ۳۵۰ امریکایي ډالرو ته راکم شي.

دمخه د ملګروملتونو انکشافي ادارې یو این ډي پي او د پیسو نړیوال وجهی صندوق آی ایم ایف ویلي وو چې د افغانستان ناخالص کورني تولیدات به د شلو او دیرش فیصدو پوري کم شي.

سیکار د امریکا متحده ایالاتو کانګریس ته په دې لیږلي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان ناخالص ملي عاید کچه ۲۰ ملیارده ښودل شوې چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په نیمایی کې پر افغانستان د طالبانو واک ترلاسه کولو وروسته دا اندازه ۱۶ ملیاردو ډالرو ته راکمه شوې وه .

د اقتصادي چارو یو شمیر افغان کارپوهان هم وایي چې د افغانستان اقتصاد تر ډیره په بهرنیو مرستو متقي وو چې د مرستو بندیدو وروسته یې زیات زیان لیدلی دی.

د اقتصاد یو استاد ظاهر حلیمي امریکا غږ ته وویل چې دا کار د خلکو د عاید کمیدو سبب هم شوی دی.

ښاغلي حلیمي وویل "د افغانستان اقتصاد یو داسې اقتصاد دی چې اصلي منابع یې خپلې نه دي او یوداسې اقتصاد دی چې ۶۰ فیصده د بهرنیو مرستو څخه تمویلیده د همدې له امله د بهرنیو مرستو بندیدو سره لږ تر لږه ۶۰ فیصده اقتصادي فعالیتونو زیان لیدلی دی او کار کم شوی او هم عاید کم شوی دی".

افغانستان کې د بهرنیو مرستو د بندیدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوی دی. د ژغورنې نړیوالې کمیټې "آی ارسي" چې مرکز په امریکا کې دی اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر نمايي به تر ۹۷ فیصدو پورې افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند تیرولو ته اړ شي.

XS
SM
MD
LG