د لاس رسي وړ اتصالات

که ګنګل شوې شتمنۍ پرېنښودل شوې، امریکا سره په خپلې تګلارې له سره غور کوو- طالبان


عکس(طالب مشران په ارګ کې د اقتصادي غونډې پرمهال)
عکس(طالب مشران په ارګ کې د اقتصادي غونډې پرمهال)

د طالبانو حکومت د افغانستان د ګنل شویو شتمنیو په اړه په خپل تازه غبرګون کې ګواښ کړی دی که دا شتمنۍ پرېنښودل شي، دوی به هم له امریکا سره په خپلې تګلارې باندې له سره غور کوي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې ولسمشر جوبایډن یو اجرائیوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره ولیږدول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ د پېښې د قربانیانو پر قضیې او دعوې پریکړه نه وې شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یوې اعلامیې کې د ولسمشر جوبایډن دا پرېکړه "د ټولو افغانانو په حقه حقوقو تیری" وباله.

د طالبانو په اعلامیه کې له امریکا څخه یو ځل بیا غوښتل شوي چې د افغانانو شتمني «بلاقید وشرطه» خوشي کړي. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی که امریکا په دې اړه خپل درېځ بدل نکړ، طالبان " به هم مجبوره وي چې د هغه هیواد [امریکا] په اړه په خپله پالیسي له سره غور وکړي."

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه د واګ له ترلاسه کولو وروسته حکومت اعلان کړ، خو لا یې خپله بهرنۍ تګلاره اعلان کړې نه ده. د دوی په اعلامیې کې دا هم ویل شوي نه دي چې دوی د امریکا د متحدو ایالتونو سره څه ډول «پالیسي‌» مخې ته وړي.

طالبانو همدغه راز ویلي چې د سپټمبر یوولسمې پېښې په افغانانو پورې هیڅ تړاو نه درلود. طالبانو تر دې مخکې هم د دغو ګنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کړې وه.

د امریکا متحده ایالتونو د طالبانو له لوري د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د امریکا په نیویارک کې دا پېسې ګنګل کړې او اندېښنه دا ده چې دا شتمنۍ د ترهګرو سازمانونو لاس ته ورنشي. د طالبانو د حکومت یو شمېر وزیران لا هم د امریکا د ترهګرو افرادو او سازمانونو په تور لست کې دي.

څو ورځې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د متحده ایالاتوو ولسمشر باید په خپلې پرېکړې باندې له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوي پیسې د افغانستان خلکو ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغانستان د کنګل شوو زېرمو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د تازه فرمان په اړه انتقاد کړی او ویلي دي چې ښاغلی بایډن د دغه هیواد د پانګې لاندې کولو په هڅه کې دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه فرمان د اجراء کېدو په صورت کې به په افغانستان کې زیاتې ستونزې رامنځته شي او همدارنګه یادې پیسې به په دغه هیواد کې د بشري کړکې هوارېدو برخه کې مرسته ونکړي.

XS
SM
MD
LG