د لاس رسي وړ اتصالات

د معلوماتي مرکز قفل مات شوی، حساس مواد خوندي دي ـ کمېسیون


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تایید کړل، چې دوه شپې وړاندې د دغه کمېسیون د معلوماتي د دهلېز قفل مات شوی، خو د حساسو موادو د ساتلو د کوټې قفل په خپل ځای او روغ پاتې دی.

تیره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وویل، چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه وړمه شپه د کمېسیون معلوماتي مرکز ته داخل شوي دي.

خو د ټاکنو کمېسیون مشرې او یو شمیر کمېشنرانو د سې شنبې په ورځ( میزان ۳۰ مې) اکتوبر ۲۲ مې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د دوی څیړنې او موندنې دا ښیي چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په دوهم پوړ کې د معلوماتي مرکز د دهلېز قفل ځکه مات کړی، چې غوښتل یې د سړې هوا له امله داخل ته ولاړ شي.

د دغه کمېسیون یو غړي اورنګزیب وویل:"د CRUیا ځانګړو پولیسو قطعه د دارلانشاء امنیتي مشاور ته وایي، چې دلته هوا سړه ده او که ستاسو اجازه وي د دهلیز دننه په اول پوړ کې هم پیره داري کوو او هم به له سړو څخه په امان کې اوسو".

ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه:"له دې وروسته امنیتي مسوول لطف الرحمن غوښتل کیږي او د هغه په موجودیت کې سیل یا قفل پرې کیږي او د CRU سرتیري دهلیز کې کیني او پیره کوي".

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وایي، چې له دغې موضوع وروسته د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټکټ د مشر په موجودیت کې د هغې کوټې قفل چې بایومیتریک معلومات پکې موجود دې کتل کیږي، چې له کتلو وروسته دا معلومیږي چې هیڅ ډول زیان ورته نه دی رسیدلی.

د کمېسیون چارواکو" د دارالانشاء امنیتي مشاور او دوه سرتیري" په دغه پیښه کې ګرم بللي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنو په پروسه کې بې پرې وه او وروسته له دې به هم خپل بې پریتوب خوندي وساتي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې پولیس د کمېسیون دننه او بهر د امنیت ساتلو مسولیت لري او هر هغه ځای چې د ټاکنو حساس مواد دي هلته پولیس موجودیت نه لري.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ وویل، چې په کمېسیون کې د رامنځته شوي جنجال له امله له تېرو درې ورځو د دوی کارونه په ټپه درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG