د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو د مداخلې په اړه د 'ثبات او همپالنې' ادعا څېړو ـ ټاکنو کمېسیون

د ټاکنو کمیسیون د رایو معلوماتي مرکز ته د پولیسو د ننوتلو ادعاوې څېړي
د ټاکنو کمیسیون د رایو معلوماتي مرکز ته د پولیسو د ننوتلو ادعاوې څېړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د دغه کمېسیون معلوماتي مرکز ته د پولیسو د ځانګړي قطعې سرتېرو د داخلېدو په اړه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم د ادعاو په اړه څېړنې کوي.

کمېسیون پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم رئیس علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ د «تلې پر۲۹مه» وویل چې د کورنیو چارو وزارت ځانګړي پولیس د دغه کمېسیون د دارالانشاء د غړو په همکارۍ د قفل په ماتولو سره د رای ورکوونکو معلوماتي مرکز ته داخل شوي دي.

هغه وویل:"موږ وروسته تر هغه معلومات تر لاسه کړل، چې له امنیتي سرتېرو سره په همغږۍ د پېښې ځای ته ولاړو، د شپې ۱۰بجې د دیجتل سنټر دروازې ته ورسېدو، چې د هغه قفل مات شوی و، یو شمېر کسان چې له هغې جملې نه د کمېسیون امنیتي سلاکاران چې د ارشد معینیت لخوا یې رهنمايي او لارښونه کېده د ډیجیټل مرکز دروازې سره ولاړ و."

هغه دا کار ټاکنیزو ټېمونو ته د نه منلو وړ او د خلکو د رایو پر شفافیت د پولیسو د تېري په توګه یاد کړ.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات بیا امریکا غږ ته وویل چې د کمېسیون د مشر تابه لخوا په دې اړه یو پلاوي ته د څېړنو دنده سپارل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک شي.

هغه زیاته کړه:"د کمېسیون مشرتابه یو پلاوی ټاکلی تر څو په دې اړه څېړنې وکړي، چې د څېړنو تر پای ته رسېدو وروسته به یې پایلې له تاسو سره شریکې شي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د پولیسو د مداخلې په اړه اوازې بې اساسه بللي دي.

تر دا مهاله نورو ټاکنیزو ټېمونو په دې اړه څه نه دي ویلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG