د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د انتقال شویو افغانانو نهايي شمېره اعلان شوه


د تخلیې او انتقال بهیر
د تخلیې او انتقال بهیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې په روان ۲۰۲۱ کال کې یې د تخلیې د ماموریت په ترڅ کې شاوخوا ۹۵۰۰۰ افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

په دوی کې یې ۷۴۰۰۰ زده هغه خلک دي‌ چې د اګست په میاشت کې د تخليې د ماموریت له پیل راهېسې انتقال شوي.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اګست له ۳۱ راهېسې د امریکايي اتباعو، د دایمي اقامې لرونکو، د امریکايي ځواکونو د همکارانو او د نورو ټولو اسیب پذیره افغانانو د تخلیې او مېشت کولو عملیات روان دي.

په اعلامیې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن له خولې ویل شوي دي‌ چې دا عملیات ضرب الاجل نه لري او همداسې به روان وي.

د تخلیې په عملیاتو کې ۴۷۹ امریکايی اتباع او ۴۵۰ هغه کسان چې د امریکا دایمي اقامې لري، هم انتقال شوي او لا هم تر لسو کم امریکايي اتباع په افغانستان کې دي چې د وتلو انتظار کوي.

په دې سربېره امریکایي چارواکي وايي ۲۲۰۰ نور هغه افغانان چې د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) مستحق وو، هم امریکا ته انتقال شوي‌ دي. د روان کال په پیل کې د مهاجرت ۸۲۰۰ ځانګړي ویزې د مستحقو افغانانو لپاره ومنل شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ چې هره ورځ د دغو ویزو لپاره غوښتنلیکونه پروسس کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د انتقال شویو افغانانو ۴۰ سلنه یې د هغوی کاري سابقې ته په کتو د مهاجرت د ځانګړو ویزو مستحق دي.

د وزارت اعلامیه وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د ۷۴۰۰۰ انتقال شویو افغانانو له ډلې یې د ۳۸۰۰۰ کسانو اسناد تکمیل شوي،‌ له نظامي کمپونو وتلي او په امریکا کې یې خپل نوی ژوند پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG