د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې 'افغان' مهاجر د قتل په تور بندي شو


د جرمني یوې محکمې یو مهاجر ځوان چې ادعا کوي "افغان" دی د خپلې ١٥ کلنې ملگرې د وژلو په تور په اته نیم کاله بند محکوم کړ.

جرمني مقاماتو ویلي دي دغه ځوان چې "عبدال .د" نومیږي اعتراف کړی دی چې د تیر کال په دسمبر میاشت کې یې خپله ملگرې په چاقو وهلې او وژلې ده.

د جرمني څارنوالانو ویلي دي چې عبدال وروسته له هغې چې خپلې ملگرې یې ورسره اړیکې وشلولې د غچ اخیستلو په مقصد یې هغه ووژله.

عبدال ادعا کوي چې د قتل پر وخت ١٥ کلن و، خو د جرمني د عدلي طب پلټنو ښودلې چې دغه ځوان هغه وخت د ١٧ او ٢٠ کلونو ترمنځ عمر درلود.

جرمني مقاماتو ویلي دي چې عبدال د ٢٠١٦ کال په اپریل کې جرمني ته راغی او پناه یې وغوښتله، خو د هغه پناه غوښتنه د ٢٠١٧ کال په فبرورۍ کې رد شوه.

د عبدال قضیه او همداشان د یو بل قتل پیښه چې په کې دوه سوري او عراقي پناه غوښتونکي د یو ٣٧ کلن سړي په وژلو تورن دي لږ تر لږه د جرمني په دوو ښارونو کې د مهاجرت ضد مظاهرې راپارولي دي.

همداشان د قتل دغه پیښې چې مهاجرین یې په کولو تورن او مجرم گڼل شوي د جرمني د ښي اړخو افراطي گوندونو د مهاجرت ضد کمپاین ته یې زمینه برابره کړې چې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل د مهاجر پلوه سیاست د تعدیل لپاره پر حکومت فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG