د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني تر ٢٠٢٢ کال پورې په لسگونو میلیارد یورو د مهاجرینو په چارو لگوي


عکس ارشیف. پدې وروستیو کلونو کې څه دپاسه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي دي
عکس ارشیف. پدې وروستیو کلونو کې څه دپاسه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي دي

جرمني غواړي شاوخوا ٧٨ میلیارد یورو د مهاجرت اړوند اړوند چارو باندې د ٢٠٢٢ کال پورې ولگي.

جرمني د اروپایي هیوادونو په منځ کې په تیرو درې کلونو کې تر ټولو زیات مهاجر منلي دي.

د جرمني د شیگل مجلې د شنبه په ورځ رپوټ ورکړ چې د دغو ٧٨ میلیارد یورو له جملې نه ٣١ میلیارد یورو به د هغو عواملو په وړاندې په مبارزه ولگیږي چې خلک د خپلو هیوادونو پریښودلو ته اړ کوي او اروپا ته راځي.

دغه پروگرام چې د جرمني د مالیې وزارت له خوا برابر شوی اته میایارده نور یورو یې چې فدرالي حکومت ورسره منلي، محلي ټولنو او هیوادونو ته ورکوي چې تر ٢٠٢١ پورې پدې هکله خپل لگښتونه پوره کړي.

هغه سویال پیسې چې د جرمني حکومت یې مهاجرینو ته ورکوي تر ٢٠٢٢ کال پورې شاوخوا ٢١ میلیارد یورو ته رسیږي چې ١٣ میلیارده نور یورو د ژبې په زده کړو او په ټولنه کې د مهاجرو د مدغم کیدو په نورو چارو لگول کیږي.

په وروستیو کلونو کې څه دپاسه یو میلیون مهاجر چې اکثر یې د سوریې، افغانستان او عراق اوسیدونکي دي په پخلو هیوادونو کې د جگړو او ناخوالیو په وجه جرمني ته تللي دي.

په وروستیو کلونو کې اروپا ته د زیات شمیر مهاجرو په ورتگ سره په یو شمیر اروپایي هیوادونو په ځانگړې توگه په جرمني کې کړکیچ رامنځ ته کړی دی.

د افغان مقاماتو په وینا په تیرو دریو لسیزو کې څه دپاسه ٢٥٠ زره افغانان اروپایي هیوادونو ته کډه شوي دي. اوس ددغو مهاجرو زیات شمیر له اروپایي هیوادونو څخه په اجباري توگه بیرته هیواد ته له واپس کولو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG