د لاس رسي وړ اتصالات

ښځینه فعالانې قطر کې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا غونډې په هکله اندیښنه لري


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره د ښځو د ځینو خوځښتونو مشرانې وايي، چې په قطر کې ددغه هیواد "د تاوتریخوالي او بشردوستانه خدمتونو د څیړنې مرکز" په نوښت د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د څو افغان میرمنو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې ده.

د افغان میرمنو د حقونو دغو خوځښتونو په جلا جلا اعلامیو کې ویلي، چې ددغې غونډې ښځینه ګډون کوونکي د افغان میرمنو استازیتوب نشي کولی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د دوحې دروازې وتړئ او د افغانستان د خلکو پر وړاندې دسیسې مه جوړوئ. دوحه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د توطیې او جګړې په کانون بدله شوې ده. دادی د طالبانو په ملاتړ د یوې بلې سیاسي غونډې کوربتوب کوي".

د دغو اعتراض کوونکو ښځو په وینا دوه کاله وړاندې د قطر په کوربتوب د افغانستان د سولې خبرو نه یوازې دا چې وضعیت یې ښه نکړ، بلکې ددغو ښځو په وینا د افغانستان د خلکو په راتلوونکي باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو سبب هم شو.

دغو ښځو ویلی: "دادی طالبان، چې په افغانستان باندې په قمچینې او په تاوتریخوالي حکومت کوي او هره ورځ خلک په ځانګړي ډول ښځې قرباني کیږي، بیا هم ګورو چې نړیواله ټولنه سیال کوي او دوحه بیا د غونډو په جوړولو د افغانستان د خلکو په وړاندې څرګندې او پټې سیاسي دسیسې جوړوي".

د قطر د تاوتریخوالي او بشردوستانه خدمتونو د څیړنې مرکز تر اوسه ددغې غونډې د جوړیدو او په دغه غونډه کې ددغه مرکز د وندې په اړه په رسمي ‌ډول څه نه دي ویلي.

خو د تیرو څو ورځو راهیسې ددغې غونډې ته نسبت شوې اجندا د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو ترمنځ لاس په لاس کیږي چې په کې د غونډې د ګډون کوونکو څخه غوښتل شوي، چې د بندو دروازو تر شا د غونډې په اړه معلومات چا سره شریک نه کړي.

اعتراض کوونکې ښځې وايي: "د افغانستان خلک هیچا او هیڅ کومې ډلې ته ددې حق نه ورکوي، چې د هغوی په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون وکړي او طالبانو سره د معاملې لاره هواره کړي. د افغانستان د خلکو له نظره طالبان او دغې ډلې ته لابي کوونکي ټول په یو قطار کې ولاړ دي او جنیاتکاران دي".

تراوسه لا د قطر په دغه غونډه کې ګډون کوونکو افغان میرمنو هویت او شمیرپه اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم دغو میرمنو تراوسه په رسمي ډول په دې غونډه کې د خپل ګډون او د افغانستان د وضعیت په اړه خپل دریځ څرګند کړی نه دی.

د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ د ښځو خوځښتونو ځینې غړې د نړیوالې ټولنې غواړي، چې په دوحه کې دې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

ددغو اعتراض کوونکو ښځو په اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په دوحه کې د بندو دروازو تر شا غونډې طالبانو لپاره د لارې د پاکیدو په معنی ګني او ددغو دسیسو د بندیدو غوښتونکې دي".

په ورته وخت کې د ارغواني شنبې د ورځو د غورځنګ رئیسه میرمن مریم معروف اروین په قطر کې د بندو دروازو شاته د غونډې په جوړیدو اندیښنه ښودلې ده.

میرمن اروین امریکا غږ ته وویل، چې په قطر کې ځینو سرچینو ورته دا تائید کړې، چې په دوحه کې دغه روانه غونډه د غسان الکحلوت په مشرۍ، چې د تاوتریخوالي او بشردوستانه خدمتونو د څیړنې مرکز یو چارواکی دی جوړه شوې ده.

د ارغواني شنبې د ورځو د غورځنګ په باور، غسان الکحلوت، د طالبانو د نړیوالو لابي کوونکو له ډلې څخه دی.

میرمن اروین وویل: "د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت اوس او په راتلوونکې کې ددغسې غونډو په جوړیدو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې د اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینې لار د طالبانو له خوا د هیواد واقعتونه منل، د افغانستان د خلکو د رایو پر اساس د یو غیر متمرکز دیموکراتیک حکومت جوړول دي".

ددغې خوځښت یوې بلې غړې امریکا غږ ته په یو ویډیوي پیغام کې ویلي: " ... دغه غونډه د طالبانو د ډلې رسمیت پیژندلو سبب نشي کیدلی. کومه ډله چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې یې په رسمیت نه پیژني".

د تخار په ولایت کې هم یوشمیر ښځو په ویډیوي پیغامونو کې د قطر له حکومت غوښتي، چې د "طالبانو په ګټه د افغان میرمنو په چارو کې لاس ونه وهي."

دغو ښځو په دې پیغامونو کې ویلي، چې هیڅوک د طالبانو څخه ملاتړ اولابي نه کوي.

د افغان میرمنو د حقونو دغو فعالانو په قطر کې ددغې غونډې د جوړیدو سره دا مخالفت په داسې حال کې کړی، چې ټاکل شوې د روانې جولای میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی د امریکا د متحده ایالاتو د دپلوماتانو سره په دوحه کې په یو لړ مسلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه دوه امریکايي چارواکي به د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې قطر او قزاقستان ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د امنیت، له نشهيي موادو سره د مبارزې او د ښځو پر حقونو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دوی به په دوحه کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره وګوري چې د افغانستان اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي.

د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پاتخت دوحې ته لاړ شي.

دغه وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوي سره به د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

XS
SM
MD
LG