د لاس رسي وړ اتصالات

ویدا: غواړم په افغاني ټولنه کې د ښځو ورزش عام شي


افغان ورزشکاره ویدا په ورځ کې شاوخوا ۳۰ نجونو او میرمنو ته ټریننګ ورکوي
افغان ورزشکاره ویدا په ورځ کې شاوخوا ۳۰ نجونو او میرمنو ته ټریننګ ورکوي

۲۸ کلنه ویدا په کابل ښار کې د یو ښځينه کلپ ټرینره ده. هغې د فیتنس زدکړې په بهر کې کړي او په افغانستان کې له دوو کلونو را په دې خوا پدې کار مشغوله ده. ویدا، په ورځ کې شاوخوا ۳۰ نجونو او میرمنو ته ټریننګ ورکوي.

میرمن ویدا وايي افغانستان یوه سنتي ټولنه ده چې ښځو ته پکې مناسبه ونډه نده ورکړل شوې. د فیټنس ورزش یو له هغو محدودیتونو دی چې په دې ټولنه کې پر ښځو وضع شوی.

ویدا د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د نن ورځې د ژوند یو اصل ورزش دی چې فیزیکي او روحي ارامتیا رامنځ ته کوي.

د افغان فیتنس ورزشکارې ویدا او د هغې ورزشي کلپ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

ویدا وویل "د دې کار لویه موخه مې دا ده چې هم د ښځو ورزش په افغاني ټولنه کې رواج کړم او بل دا چې خپله د پوهنتون محصله یم غواړم له دې لارې د خپلو زدکړو مصروف هم چمتو کړم."

​خو د ویدا کار د امنیتي تهدیدونو او اجتماعي ستونزو سره مخامخ دی. د هغې ورزشي کلپ د کابل په زړه نوي ښار (شهرنو) کې دی چې دا سیمه کله نا کله د امنیتي ګواښ لاندې وي.

ویدا وایي "په ټولنه کې هم د ډېرو ناخوالو سره مخامخ یو خلک راته په بده سترګه ګوري او ګومان کوي چې منفي کارونو ته مو مخه کړې. ځينې وختونه چې ځينو منفي اشخاصو سره مخامخ کیږم سپکې سپورې راته کوي، خو په هر صورت زه خپلې مبارزې ته دوام ورکوم تر څو بریالۍ شم. ورزش یو سالم او مثبت فعالیت دی او د سلامتیا لپاره دا کار کوم."

ویدا چې په یوه روښانفکره کورنۍ کې زیږیدلی وایي کورنۍ ورته د ورزش کولو اجازه ورکړ ې ده "ما هم د هغوی اعتبار ساتلی او مثبته کټه ترې اخلم. غواړم نورې کونۍ هم خپلو میرمنو او لوڼو ته د ورزش اجازه ورکړي."

کابل ښار کې ښځو لپاره د لسو شاوخوا د فیټنس ورزش کلپونه شته او ځينې یې پټ فعالیت کوي.

ویدا په دې هيله ده چې افغانستان کې خلک د ښځو د ورزش په اهمیت خبر شي او ټول ورته په عادي سترګه وګوري.

ځینې کورنۍ د ښځو ورزش ته په ښه سترګه نه ګوري حتا که د ورزش ځای کې ټولې ښځې هم کار وکړي بیا هم زړه ورته نه ښه کوي. خو په کابل ښار کې ځينې نجونې او میرمنې سره له یادو ستونزو دې کارته زړه ښه کړی. هغوی په دې باور دي چې دا کار هم د دوي صحت ته ګټه لري او هم په ټولنه کې د ښځو ورزش عادي کوي.

سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ

XS
SM
MD
LG