د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل نجونې تفریح خپل حق گڼي


په کابل کې د ښځو د فوټبال یوه ننداره
په کابل کې د ښځو د فوټبال یوه ننداره

دا د افغانستان په دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو دپاره یو بې ساری فرصت دی چې خپله خوشالې په عام محضر څرگندوي او غواړي په گردو ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې په عام محضر کې د ښځو له خوا نه د خوشالۍ څرگندونه یو غیر معمولي کار ګڼل کیږي، خو دا ځل د فوتبال لسگونه مینه وال د کابل ورزشي سټوډیوم کې د یوې سیمه ایزې سیالۍ د نندارې لپاره ټول شویدي. هغوی د خپلې خوښې ټیم په ولولو تشویق کړ. شپاړس کاله پخوا د طالبانو په رژیم کې د داسی یوې شیبې لیدل د تصور نه لرې خبره وه.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له کيسو سره، له نیکه مرغه د ښځو د ځينو پرمختګونو کيسې هم اورېدل کېږي. له دغو کيسو څخه، د نجونو د فوتبال سیالۍ، په کابل کې د بايسکل چلولو په کلب کې د ښځو ګډون او د نارینه و د کرکت او د فوتبال د سیالیو په مهال په لوبغالو کې د ښځینه مینه والو گډون او د خپلې خوښې د ټیمونو تشویق دی.

د فوټبال مینه والې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

شیبا رحماني چې په گلابي ټکري کې یې ویښتان پټ کړي، د فوتبال نارینه لوبغاړو د تشویق لپاره شپیلک وهي. دا د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو دپاره یو بې ساری فرصت دی چې خپله خوشالې په عام محضر څرگندوي.

شیبا رحماني د فوتبال مینه واله وايي: افغانستان یوه دودیزه ټولنه لري، اکثره خلک خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې داسې ځایونو ته ورشي، خو څوک چې اجازه ورکوي دلته راځي هغوی ټیمونه تشویقوي.

ښځې او نجونې د لوبې په مهال یو یو لوبغالي ته راځي. په ستدیم کې د ښځو لپاره جلا ځای جوړ شوی. خو دوی ټاکل شوي ځای ته د ورتللو لپاره باید د سلگونو ناریناو له مخې تیر شي.

د فوتبال بله مینه واله مرسل سعادت وايي: افغانستان داسې هیواد دی چې ښځې پکې کم ارزښت لري. او کله چې د فوتبال د نندارې لپاره راځو امنیت مو هم نه تامینیږي. خلک ښکنځل کوي او بده ژبه کاروي یا برید کوي، خو مونږ د فوتبال سره مینه لرو او دې خبرو ته پاملرنه نه کوو.

په افغانستان کې د سپورت په ډگر کې د بیلابیلو ورزشونو د مینوالو لپاره بدامني لویه ستونزه بلل کیږي ځکه کله ناکله لوېو غونډو باندې بریدونه کیږي.

حنیفه سلیمانخیل د فوتبال مینه واله وايي: کله چې په لوبو کې چاودنه ډیره زړه بوږنونکې وي. دا زمونږ د هیواد ناکامي ده. مونږ ټول باید لاس په لاس شو او ژر تر ژره دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو. حتی کله کله فکر کوم چې زه باید پولیسو کې کار وکړم چې د دې بدمرغیو مخه ونیسم.

خاطره احمدي وايي: دا ریښتیا ده چې په افغانستان کې ډیره بد امني ده او مونږ هره ورځ د چاودنو شاهدان یو خو مونږ نه ویریږو او دا زمونږ د خوښې لوبې څخه د راتگ مخه نه شي نیولی.

تیره میاشت د کرکت په شپږیزو لوبو کې یو ځانمرگی بریدگر ستدیم ته نږدې ځان وچاوو چې درې کسان پکې ووژل شول خو د فوتبال مینه والې وایي په داسې یو هیواد کې چې ورځنی ژوند اکثراً د تندلارو د مرگوني بریدونو سره مل وي، نشي کولای د خطرونو له ویرې په کور کې کښیني.

XS
SM
MD
LG