د غور ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو له څلورویشت ساعتونو جګړو وروسته طالب وسله وال د دغه ولایت د تیورۀ ولسوالۍڅخه ایستلي او دا ولسوالۍ یې په بشپړه توګه په خپل کنټرول کې راوستې ده.
د غور والي ناصر خاضع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د جمعې په ورځ اته نیمې بجې افغان ځواکونو د تیورۀ ولسوالۍ ټولې سیمې په خپل کنټرول کې راوستي دي.
د غور امنیه قوماندان جنرال مصطفی محسني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیورۀ ولسوالۍد بیا نیولو په عملیاتو کې ۵۹ طالب وسله وال وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.
د غور دامنیه قوماندان د ادعا له مخې په دې جګړو کې د طالبانو یو شمیر قوماندانان چې د د تیورۀ ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې نومول شوی ولسوال ملاغفور سرحدي هم په کې شامل دی وژل شوی دی.
د غور ولایتي چارواکي وایي، چې طالب وسله وال د تیورۀ ولسوالۍ څخه وتلي او د ولسوالۍ شاوخوا ته لوړو سیمو ته یې پناه وړې ده.
طالبانو لا تراوسه د افغان ځواکونو لاس ته د تیورۀ ولسوالۍ د لویدلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تیره ورځ یې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا رد کړې وه.
د بلې خوا د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د افغان ځواکونو له خوا د غور د تیورۀ ولسوالۍد بیرته نیولو امله د دغه ولایت والي د دفاع وزارت سرپرست او د ظفر قول اردو قوماندان ته مبارکي ورکړې ده.
غور د تیورۀ ولسوالۍپه هکله د تیرې ورځې معلومات
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د غور ولایت د تیورۀ ولسوالۍ مرکزیې له وسله والو طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ بیرته نیولی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیورۀ ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات نن سهار وختي پیل شوي وو، چې په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ مرکز بیرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د غور ولایتي چارواکي وایي د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات نن سهار په درې نیمو بجو پیل شوي چې لا هم دوام لري.
د غور والي ناصر خاضع، والی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو او سیمه ایزو پاڅون کوونکو په ګډون د افغان امنیتي ادارو په سګونو منسوبین برخه لري.
د ځانګړو عملیاتو د فرقې قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې د ولسوالۍ مرکز اوس بیرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی او د ولسوالۍ په نورو برخو کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي وایي چې په سیمه کې وسله والو طالبانو ماینونه ښخ کړي چې ورسره د دغې ولسوالۍ تصفیوي عملیات هم په ځنډ پرمخ ځي.
تراوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د تیورۀ ولسوالۍ د مرکز د بیا نیولو د ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
وسله والو طالبانو د تیرې یکشنبې په ورځ د یوې سختې جګړې وروسته د تیورۀ ولسوالۍ مرکز له افغان ځواکونو نیولی وو.
همداشان طالبانو د یکشنبې په ورځ د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ هم له افغان ځواکونو نیولې وه، چې افغان ځوکونو د سه شنبې په ورځ دا ولسوالۍ هم بیرته له وسله والو طالبانو ونیوله.
وسله والو طالبانو په دې اونۍ کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ هم نیولې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
خو د دغې ولسوالۍ مرکز لا هم د طالبانو په لاس کې دی.