د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي ځواکونو د غزني د خوګیاڼو د ولسوالۍ مرکز پریښی


د غزني د ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د دغه د ولایت د مرکز په دیارلس کیلو مټرۍ کې پرته ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د خوګیاڼو د ولسوالۍ د مرکز پریښودل تائید کړل.

ښاغلي یوسفي وویل " افغان امنیتي ځواکونو د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د ناامنیو د پراخیدلو او د دغې ولسوالۍ د مرکز شاوخوا ته د طالبانو د پراخه شتون له امله د ولسوالۍ مرکز پریښی دی".

د غزني د ولایتي شورا دغه غړي وویل چې په تیرو څو کلونوکې د ناامنیو له امله یوازې د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ فعالیت درلود او د ولسوالۍ نور ادارې تړلې وې.

د خوګیاڼو د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي وایي چې په دغه ولسوالۍ کې د لسو ښوونځو څخه یوازې د میرزاخیلو ښوونځی پرانیستی و.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د خوګياڼو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده. خو د غزني ولایتي چارواکو د طالبانو دا ادعا نه ده منلې.

د غزني د ولايت ویاند شفیق الله ننګ ساپي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره اوس هم په دغه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

ښاغلي ساپي وویل " د عملیاتو د دوام له امله چې همداوس هم روان دي، مونږ د ولسوالۍ مرکز د غزني په مرکز کې د قلعه قاضي سیمې ته انتقال کړی دی".

ښاغلی ساپي وایي چې د غزني ولایتي ادارې د خلکو د ستونزو د هوارولو او د چارو د ښه پرمختګ لپاره د خوګیاڼو د ولسوالۍ مرکز له ناامنه سیمې د امنیتي پلوه د امن سیمې ته انتقال کړی دی.

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ د دغه ولایت د مرکز په دیارلس کیلو مټرۍ کې پرته ده.

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې د پرله پسې ناامنیو له امله په تیرو اوږدو کلونو کې تراوسه یو زده کوونکی هم د دولسم ټولګي نه ندی فارغ شوی.

د خوګیاڼو ولسوالۍ دمخه هم یو ځل طالبانو نیولې وه.

جنرال ابدیاني د ارزګان نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

د بلې خوا جنرال توریالی ابدیاني د اروزګان د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د یوه لوړ پوړي نظامي پلاوي په ملتیا اروزګان ته تللی او ترینکوټ کې په یوه غونډه کې یې د دې ولایت نوی امنیه قومندان ولایتي کارکوونکو ته معرفي کړ.

د کورنیو چارو وزیر جنرال علومي په ارزگان کې
د کورنیو چارو وزیر جنرال علومي په ارزگان کې

نږدې دوه میاشتې وړاندې د ارزګان د امنیې د قوماندان جنرال مطیع الله خان له وژل کیدلو راهیسې د دغه ولایت د امنیې د قوماندان څوکۍ تشه وه.

په کابل کې د مصیع الله خان له وژل کیدو وروسته د ارزګان سرپرست امنیه قوماندان هم نږدې درې اونۍ وړاندې په ترینکوټ کې په مرموز ډول ووژل شو.

ارزګان کي له تیرو څو اونیو راهیسې د پوليسو پر پوستو پرله پسې بریدونو د دغه ولایت له اوسیدونکو سره اندېښې را پیدا کړي دي.

یو شمیر پوځي کارپوهانو دا ګڼله چې د پولیسو د رهبرۍ نه موجودیت د پوليسو مورال را کښته کړی او نا امني هم ورسره زیاته شوې ده .

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د ارزګان د نوي امنیه قومندان د معرفۍ پر مهال وويل چې نوی امنیه قومندان يو پیاوړی منصبدار دی او حکومت غواړي چې پدې ولایت کي د پوليسو په لیکو کې شته ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG