د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو پر غونډې د افغانستان سخت غبرگون


د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې د روسیې، چین او پاکستان استازو گډون کړی و
د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې د روسیې، چین او پاکستان استازو گډون کړی و

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغان حکومت پرته بل هیڅوک د دې صلاحیت نه لري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو له لست نه د طالبانو نومونه لرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني له امریکا غږاشنا راډیو سره په مرکه کې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان د هیوادونو د چارواکو د سه شنبې د ورخې په ناستې کې د شوو پریکړو په غبرګون کې وویل چې دا یوازې د افغانستان د حکومت صلاحیت دی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو په لست کې د افغانانو نوم شامل او یا هم ورڅخه وباسي.

ښاغلي مستغني وویل " د افغانستان د حکومت پرته، هیڅ کومه اداره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په نوملړ کې د افغانستان د اوسیدونکو د نومونو د شاملولو او یا هم لرې کولو د غوښتنې صلاحیت نه لري، د طالبانو په هکله هم همداسې ده ".

په مسکو کې د روسیې، پاکستان او چین د تیرې ورځې د درې اړخیزې ناستې په پای کې دغو هیوادونو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په اړه اندیشنه څرګنده کړې او د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره یې، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو له لست څخه د یو شمیر طالب چارواکو د نومونو د لرې کولو وړاندیز کړې وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په راتلوونکو غونډو کې د افغانستان استازي ته د ګډون د بلنې په هکله وویل چې دا پریکړه وروسته له هغې چې افغانستان اعتراض وکړ شوې ده.

ښاغلي مستغني وویل چې افغان حکومت لا هم د دغې غونډې د بڼي او په غونډه کې د شوو بحثونو په اړه د دیپلوماتیکي چینلونو د معلوماتو په راټولوکارکوي.

افغان حکومت ویلي، چې د مسکو دا ناسته مبهمه، مشکوکه او اهداف یې څرګند ندي.

بل لورته نن د افغانستان ولسي جرګې په حکومت غږ وکړ، چې د مسکو د تېرې ورځ د ناستې په تړاوو چوپتیا غوره نه کړي او له مسکو د تېرې ورځې د ناستې وضاحت وغواړي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل" حکومت باید چوپ پاتې نه شي، خپل دریځ روښانه کړي د خلکو هغه اندېښنې رفعه کړي، چې د راتلوونکي کال لپاره یې لري. هغه اندېښنې چې افغانستان نه دوهمه سوریه جوړه نه شي".

د ولسي جرګې غړو هم د مسکو د تېرې ورځې درې ګونې ناستې په تړاوو تند غبرګون درلود او دا ناستې یې د افغانستان په زیان بلله.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وايي، د مسکو د تېرې ورځې درې ګونه ناسته د روسیې، پاکستان او چین ترمنځ د ټولو ډیپلوماټیکو اصولو په خلاف ناسته وه.

ښاغلی خادم وايي، دا چې افغانستان له پاکستان سره اوږده لانجه لري او په تېرو څوارلسو کلونو کې یې د ترهګرۍ په خلاف شخړې لرلې، نو له روسیې سره د پاکستان نېږدې کېدل په افغان حکومت او امریکا ددې فشار واردوي، چې دغه هیواد ته غاړه کیږدي.

انتظار خادم وویل" پاکستان له څو کلونو راهیسې پدې لټه کې وو، چې روسیې سره اړیکه قوي کړي او په امریکا په افغانستان کې فشار وارد کړي، چې که امریکا ورته شا اړوي نو دوی له نورو سره هم دوستي پالی شي".

سیاسي څېړونکي پدې هم اندېښنه ښيي، چې د روسیې تماسونه له طالبانو سره لا هم د افغانستان کړکیچ زیاتولی شي.

روسیې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د شتون نه په ویره کې ده او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې یې ګواښلی شي.

XS
SM
MD
LG