د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ 'د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو شمېر تقریباً صفر ته ټيټ شوی'


په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وایي چې د هیواد په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د نشتوالي دوام، د لوړو زده کړو دغه مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ کړي چې کېدایشي د بندېدو سره مخ شي.

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس محمد کریم ناصري وايي چې په کانکور کې د شاګردانو ګډون صفر ته نژدې شوی دی.

ناصري زیاته کړه چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو بندېدو د هلکانو او ځوانانو په منځ کې د زده کړو انګېزه او روحیه له منځه وړې ده چې له امله یې په کانکور ازموینو کې د ځوانانو شمېر کم شوی او تقریباً صفر ته نژدې شوی دی.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې دغه مسؤل وايي چې "۷۰زره محصلین چې زده کړې یې کولې، [د نجونو پر زده کړو د بندیز په فرمان سره] رابطه ورسره قطعه شوې او محصلین فیس نه ورکوي او پوهنتونونه اقتصادي زوال خواته روان دي."

ناصري وايي چې د نجونو د زده کړو په اړه باید بیا فکر وشي او د وضع شویو شرایطو په نظر کې نیولو سره باید هغوی ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر امرثاني پوري ځنډولي دي او ویلي یې دي چې د اسلامي شرایطو په رامنځته کېدو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

په کابل کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو هم د دغه تعلیمي مرکزونو د اقتصادوي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي او وايي چې د خپلو ستونزو د هواري په برخه کې د طالبانو د ژمنو په تمه دي.

د محصلینو کمېدل

د مشعل پوهنتون موسس فتح الله بابکرخېل وايي چې د طالبانو تر حاکمیت مخکې یې ۴۸۰۰ محصلین لرل چې ۱۸۰۰ یې نجونې وې، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته دغه شمېر ۱۸۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

بابکرخېل زیاته کړه: "کله چې ازموینې لغو شوې، او محصلین کورونو ته ولاړل، ټول په ژړا له پوهنتون څخه ووتل او موږ له هغوی څخه فیس وانه خیستی لویه ضربه پوهنتون ولیدله."

د باختر پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی رئیس محمد خواني همت هم وویل، "د شپږم او اتم سمستر محصلین چې شمېر یې زیاد دی فارغه کیږي، خو د نوو محصلینو شمېر په هغه اندازه نه دی چې له همدې امله خصوصي پوهنتونونه په هر سمستر کې خپل محصلین له لاسه ورکوي."

د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر محصلین هم وايي چې باید نجونو ته اجازه ورکړل شي او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ خلاصې شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي پژواک خبري آژانس ته ویلي چې د نجونو پر زده کړو د دغه وزارت د بندیز تر اعلان وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د اقتصادي ستونزو څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی ترڅو د هغوی ستونزې وڅېړي. خو تر دا مهاله یې د خپلو څېړنو پایلې نه دي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG