د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ارزګان کې د طالبانو زندان مات کړی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان په ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ زندانیان خوشي کړي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال خواجه یحی علوي د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ۲۵-دسمبر۱۶» امریکا غږ ته وویل چې دا عملیات سهار د ترینکوټ ښار په لوېدیځ کې د شهید حساس په ولسوالۍ کې شوي دي.

ده زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد شوي دولس تنه زندانیان د پوځ یوه مرکز ته انتقال شوي چې تر درملنې او معلوماتو وروسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

دغه راز د وسله والو طالبانو پر زندان په پوځي عملیاتو کې چارواکې وايي چې درې تنه د زندان ساتونکي وسله وال طالبان هم له افغان ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند وويل:"له زندان څخه خوشي شوي ۱۲ زندانیان ملکي کسان دي چې د بیلا بیلو ادعاو له مخې وسله والو طالبانو له تیرو څو میاشتو راهیسې له ځان سره زنداني کړي وو. افغان ځواکونو نن سهار پدغو بریالیو عملیاتو کې درې وسله وال طالبان چي د زندان یې ساتل وژلي او پنځه نور يې نیولي دي."

د شهید حساس ولسوالي د ارزګان د مرکز په جنوب کې د هلمند د شمالي ولسوالیو کجکي او باغران سره په سرحد کې نژدې ده چې تیره میاشت يې مرکز سقوط هم وکړ.

د ولسوالۍ په مرکزي برخو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه حضور لري خو د یادي ولسوالۍ لویه برخه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي بلل کیږي.

خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په ارزګان ولایت کې د خپل زندان په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه‌ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG