د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو ازادولو هر کلی کړی


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو د ازادولو هر کلی کړی او هغه یې د سولې د بهیر او تاوتریخوالي کمولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد نن دوشنبه اپرېل ۱۳(وري ۲۵) پر خپل ټوېټر لیکلي چې دواړه خواوي باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون مشخصو اهدافو رسېدو په برخه کې هڅې وکړي.

هغه ویلي: "د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو د ازادلو هر کلی کوم، د بندیانو ازادول د سولې بهیر او تاوتریخوالي کمولو په برخه کې مهم ګام دی."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د کروناویروس خپرېدو زندانونه له واقعي ګواښ سره مخ کړي چې په وینا یې دا بهیر باید په چټکۍ سره مخته ولاړ شي.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې تر دا مهاله ۳۶۱ طالب زندانیان د ولسمشر غني د حکم پر اساس له بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یاد فرمان پر اساس به د افغانستان له نورو زندانونو څخه هم د نورو بندیانو ازادول جریان ولري چې ټول شمېر به یې ۱۵۰۰ تنه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې یاد طالب بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅو د برخې په توګه خوشي کیږی.

د ملي امنیت شورا همداشان ویلي، دا شمېر طالب بندیان په هغه اوږد لیست کې شامل دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوي له افغان لوري سره په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و

بلخوا وسله والو طالبانو هم تېره ورځ د ۲۰ افغان امنیتي سرتیري د خوشي کولو اعلان وکړ. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې یاد بندیان د دوی له لوري په کندهار ولایت کې سره صلیب ته وسپارل شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بیا وايي دوی نه پوهیږي چې طالبانو څوک ازاد کړي دي.

خو د سره صلیب کمېټې ویلي چې د طالبانو لخوا ور سپارل شوي ۲۰ تنه بندي افغان سرتیري یې د کندهار والي دفتر ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG