د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان کال د کانکور په ازموینه کې یولک ۸۹زره۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یولک ۷۴زره ۸۷۱ تنو یې په ازموینه کې ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي نن د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۹مه» د یادو پایلو د اعلان پر مهال وویل:"د یادو کسانو له ډلې ۶۱۷۹۹ تنو یې د لوړو زده کړو موسیسو، ۱۵۱۳۰ تنو یې د نیمه لوړو زده کړو موسیسو او په همدې ترتیب ۷۷۷۱۸ تنه نورو خصوصي لوړو زده کړو، او شاوخوا ۲۰زره تنه ناکام پاتې شوي دي."

د افغانستان د روان ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې اوله نمره احمد راشد د نصیر احمد زوی و چې له هرات ولایت څخه په ۳۵۰ نمرو د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی و.

دوهم نمره سید سجاد د سید عبدالظاهر زوی په ۳۴۶ نمرو سره د کابل د ابو علي سینا پوهنتون د طب پوهنځي او په ترتیب سره دریم نمره قاسم علي د خادم حسین زوی د ۳۴۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوی دی.

ښاغلي بالاکرزي وویل، چې د روان کال د کانکور ازمونیه له ښه مدیریت څخه برمنه وه پایلې یې هم د تېر کال په پرتله ټاکل شوې نیټې څخه ۲۱ ورځې مخکې اعلان شوې.د روان کال د کانکور ازموینه د حمل میاشتې پر اومه پيل شوې وه چې د همدې مهال د ثور میاشتې پر اومه نېټه پای ته ورسېدی.

XS
SM
MD
LG