د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مذاکرات؛ د اسلامي جمهوریت پلاوی قطر ته ولاړ


نادري ویلي چې یاد پلاوی د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو لپاره له لازمو مشورو او نظرونو څخه برخمن شوی دی.
نادري ویلي چې یاد پلاوی د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو لپاره له لازمو مشورو او نظرونو څخه برخمن شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له طالب استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو کې د ګډون لپاره نن سه شنبه جنورۍ ۵ (مرغومې ۱۶) قطر ته روان شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل چې هغوی د افغان حکومت له رهبرۍ، د ملي مصالحې عالي شورا، ولسي جرګې او ټولنې له نورو غړو سره تر درې اونیو سلا مشورو وروسته نن قطر ته ځي.

نوموړي زیاته کړې: "زموږ تمه داده چې بلاخیره دواړه لوري یوې نتیجې ته ورسیږي چې په هغه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې عملي شي، د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه داده چې د وینې تویېدل د تل لپاره په دغه هیواد کې بنده شي، ځکه د افغانستان خلک، هره شپه، هره ورځ او هره شېبه له رامنځته شوي وحشت څخه ځوریږي."

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست د مذاکراتي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري هم ویلي چې یاد پلاوی د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو لپاره له لازمو مشورو او نظرونو څخه برخمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې ده: "د افغانستان مرکچي پلاوی، په بریالۍ توګه د سولې خبرو دویم پړاو د پیل لپاره، له لازمو نظریاتو او لارښوونو برخمن شوی، څو په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت په موخه، خبرې له سره پیل کړي. د مشورو پرمهال روښانه شوه چې اوربند د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده."

ټاکل شوې ده چې بین الافغاني مذاکرات نن سه شنبه پيل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې قطر ته د مذاکراتي پلاوي په رسېدو سره به ژر تر ژره دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

صدیقي زیاته کړه چې مذاکراتي پلاوی د افغانستان د خلکو او سیاسي قشر ملاتړ له ځان سره لري. هغه ویلي چې د افغانانو او حکومت لومړنۍ غوښتنه د تاوتریخوالي پای ته رسېدل اوربند ټینګېدل او د یوې تلپاتې سولې ټینګېدل دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو د بین الافغاني مذاکراتو پر کاري طرزالعمل تر هوکړي وروسته په یادو مذاکراتو کې د درې اونیو لپاره وقفه اعلان کړه.

یاده وقفه د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا په اړه د لا نورو سلا مشورو تر لاسه کول ببل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا دوحې، پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG