د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او قطر د امیر ترمنځ په خبرو کې په اوربند ټېنګار شوی- ارګ


ولسمشر غني له مذاکراتو مخکې د قطر له امیر سره دسولې په اړه خبرې کړي
ولسمشر غني له مذاکراتو مخکې د قطر له امیر سره دسولې په اړه خبرې کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

ارګ نن شنبه، جنورۍ ۲ (مرغومې ۱۳) ویلي چې دواړو لورو د افغان سولې بهیر اړوندو خبرو ترڅنګ پر اوربند هم ټینګار کړی.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې د قطر امیر ژمنه کړې چې حکومت به یې د اوربند ټینګېدو په اړه د زمینې په برابرولو کې هڅه وکړي.

د بیان له مخې دواړو لورو د دوه اړخیزو مناسباتو ترڅنګ د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړي دي.

ولسمشر غني پر داسې مهال د قطر له امیر سره خبرې کوي چې ټاکل شوې روانه اونۍ د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو هم پيل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ویلي چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره د اوربند ټينګېدو په اړه هم خبرې وکړي.

د افغان خبریالانو ترور او له مذاکراتي پلاوي غوښتنې

بلخوا نن د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر په کابل کې خبریالانو ته وویل د مذاکراتو دوهم پړاو کې باید د خبریالانو د ترور په اړه بنسټیز بحثونه وشي.

روانه اونۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره د خبریالانو د ترور او وژلو په اړه خبرې وکړي.

په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږ خبریالان په ماین چاودنو او ډزو ووژل شول، خو مسؤلیت یې کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

قطر هیواد په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ښکېلو اړونو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربتوب کوي.

د تیر ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په یاد هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ دسولې تړون لاسلیک شو او تر هغه وروسته د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه پکې بین الافغاني مذاکرات هم پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG