د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د وژل شوو سرتېرو ورثې ته د خوراکي موادو کوپونونه ورکوي


افغان حکومت وايي، د وژل شوو افغان سرتېرو کورنۍ« ورثې» ته د خوراکي‌ توکو کمکي کوپونونه ورکوي.

ارګ د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۲مه» په یوې اعلامې کې ویلي چې، د وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره د مرستې په هدف دغه طرحه د روانې مرغومې میاشتې پر نهمه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې ته وړاندې شوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني‌ د حکم پر بنسټ ترتیب او پلې کېږي.

په دغو خوراکي‌ موادو کې اوړه، وریجي، غوړي، چای، بوره او عدس«نسک» شاملي دي چې هره میاشت به د کوپون له لارې ورکول کېږي.

ارګ ویلي چې د ملي تدارکاتو اداره د دغه بهیر د شفافیت او څارنې په خاطر ګډه کمېټه جوړوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له یاد کار څخه یې هدف د وژل شوو افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو کورنیو ته رسیدګي او درناوی دی.

بیان وايي، چې دغه طرحه لومړی په ازمایښتي ډول په کابل کې پر شرایطو برابرو ۱۲زره کورنیو ته د ۹ میاشتو لپاره پلې کېږي چې وروسته به نورو ولایتونو ته هم و غځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د وژل شوو او ټپي شوو افغان سرتېرو کورنیو ویلي چې حکومت له پامه غورځولي دي.

جنرال عبدالوهاب وردګ
جنرال عبدالوهاب وردګ

پر همدې مهال د افغانستان د هوايي قواو پخوانی قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي چې د حکومت دغه اقدام د وژل شوو او ټپي‌شوو سرتېرو د کورنۍ اقتصادي ستونزې لږ راکمې کړي.

نوموړي‌ له امریکا غږ سره خبرو کې له حکومت څخه وغوښتل چې خپلو امکاناتو په کتو د ټولو ژوندیو سرتېرو او ملکي مامورینو کورنۍ ته هم کوپونونه مقرر کړي.

په افغانستان کې د پخوانیو ولسمشرانو ډاکټر نجیب الله، نور محمد ترکي، ببرک کارمل او امین په وختونو کې دولتي‌ مامورینو ته کوپونونه ورکول کېدل چې په ۱۳۷۳ کال کې بند شول.

XS
SM
MD
LG