د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې له طالبانو سره جکړه کې د ملي اردو ۱۰سرتېري وژل شوي


په خوست کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپان دي.

امنيتي چارواکي وايي چې جګړه تېره شپه ناوخته د دې ولايت د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند د «ګريګري» سيمه کې د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته شوې.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي امريکا غږ ته د پېښې د تائيد په اړه وويل چې په پېښه کې د ملي اردو ۱۰ سرتېری وژل شوي، ۳ ټپيان دي او يو بل وسله والو ژوندی له ځان سره وړی.

افغان سرتېری
افغان سرتېری

هغه په جګړه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د پلټنو په موخه سيمې ته د ولايت مقام په ګډون د امنيتي ارګانونو يو ګډ پلاوی تللی دی.

د عبدالخالق په نوم د سيمي يو تن عيني شاهد بيا امريکا غږ ته په خبرو کې وويل چې ويې ليدل چې امنيتي ځواکونو د ملي اردو ۱۲ جسدونه د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ ته انتقال کړل.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د افغانستان دفاع وزیر په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د افغان سرتېرو په جګړیزو تکتیکونو د تغیر راوستلو خبر ورکړی و.

نوموړي‌ ویلي و چې په دې تکتکیونو سره به افغان سرتېري د تعرضي عملیاتو توانايي پیدا او ترڅنګ به یې د تلفاتو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لېندۍ میاشتې پر دوهمه نېټه د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوې لوا کې انتحاري حملې د ملي اردو ۲۷ سرتېري ووژل.

XS
SM
MD
LG