د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: حکومتي پلاوی بین الافغاني خبرو ته کاملاً چمتو دی


د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند وايي، حکومت له طالبانو سره د بین افغاني خبرو پیلېدو په اړه ټول اړین ګامونه پورته کړي دي.

صدیق صدیقي نن دوشنبه سپټمبر۷(وږې۱۷) ویلي چې د حکومت مذاکراتي پلاوی د مخامخ بین الافغاني خبرو پیلېدو ته کاملاً چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړی دی.

صدیقي وویل چې اوس باید طالبان د مخامخ بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره خپل چمتووالی وښيي.

هغه زیاته کړه:"موږ مذاکرتي پلاوی کاملاً امادګي لري، طالبانو ته پکار ده چې امادګي ونیسي... ترڅو مذاکرات ژر تر ژره پيل شي،تخنیکي مسائل چې په دوحه کې شتون درلود هغه هم تقریباًحل شوي دي."

نوموړي زیاته کړه دا چې د طالبانو پلاوی په پاکستان کې و او تر هغه وروسته د طالبانو د نوي مذاکراتي پلاوي د اعلان له وجې مذاکرات ځنډېدلي و.

د جمهوري ریاست ویاند وویل چې د حکومت مذاکراتي پلاوی به له طالب پلاوي سره خبرو کې د افغانانو د ټولو برحقه غوښتونو څخه دفاع وکړي.

هغه د ظرفیت او قومونو د جوړښت له مخې حکومتي پلاوی یو ظرفیت لرونکی پلاوی وباله.

طالبانو هم له حکومت سره د مذاکراتو لپاره د شیخ مولوي عبدالحکیم په مشرۍ د یو ۲۱ کسیز مذاکراتي ټېم د ټاکل خبر ورکړی دی.

دا چې د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې به کله پيل شي، لا معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG