د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت او طالبانو خبرې وکړې- خلیلزاد


ښاغلی خلیلزاد وايي چې دا خبرې دوه ساعته وې
ښاغلی خلیلزاد وايي چې دا خبرې دوه ساعته وې

د امریکا او قطر حکومتونو د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د ویدیو کنفرانس له لارې د خبرو اترو زمینه برابره کړه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د دواړو خواو د ویدیو کنفرانس له لارې دوه ساعته تخنیکي بحثونه وکړل او د بندیانو د خوشې کېدو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د مارچ ۲۲ (وري۳) په خپل ټویټر کې لیکلي دي هاغسې چې د امریکا-طالبانو په تړون کې یادونه شوې د بندیانو پرېښودل د سولې په لورې یو مهم ګام دی.

هغه نه دي لیکلي چې په دغو خبرو کې د افغان حکومت استازي څوک وو او په دغو خبرو کې د طالبانو نمایندګي چا کوله. افغان حکومت هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي دي چې د کروناویروس چټکې خپرېدو او اساسي بشري علتونو ته په کتو د د بندیانو خوشې کېدل مهم دي.

هغه همدغه راز ویلي دي چې دواړو خواو د تشدد کمولو، بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو او دایمي او هر اړخیز اوربند په اړه هم کلکې ژمنې وکړې، د دغه ویدیو کنفرانس دقیق وخت هم نه دی ښودل شوی.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې وه د مارچ په لسمه افغان حکومت د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د پرېښودو لړۍ پیل کړي. تر دغو خبرو دوه ورځې مخکې طالب وسله والو په زابل کې د افغان امنیتي‌او دفاعي ځواکونو په یو مرکز باندې برید کې شاوخوجا ۲۴ افغان ځواکونه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG