د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې پروسه اوږده ده او حوصله غواړي


د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې د سولې پروسه اوږده ده او په دې برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده.

ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د امریکا-طالبانو د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې په اساس د مارچ لسمه د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه ټاکل شوې.

جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۲مه (کب ۲۲) د عبدالعلي مزاري د پنځه‌ویشتم تلین په مناسبت په یوې ویډيويي وینا کې وویل چې د سولې پروسه د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې خبرې به په بشپړ شفافیت ترسره شي او د حکومت مرکچي‌ پلاوی له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

خو ښاغلي غني ټینګار وکړ: "د سولې پروسه یوه اوږده پروسه ده. دا بهیر تدبیر او حوصله‌مندۍ ته اړتیا لري".

د هغه پر وینا له طالبانو سره د مذاکراتو په پای کې به د افغانستان پارلمان او یا لویه جرګه د شوي توافق په اړه فیصله وکړي.

جمهور رئیس غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د جمهوررئیس غني له خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د فرمان له لاسلیکولو وروسته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره د سولې د خبرو پر پیلولو ټينګار کړی.

XS
SM
MD
LG