د لاس رسي وړ اتصالات

بله اونۍ وطن ته د افغان حاجیانو راستنېدل پیلیږي


سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.
سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج مراسم پر ځای کړي او د دغو مراسمو پر مهال یوازې اته حاجیان د ناروغیو له امله وفات شوي دي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ به د را روانې اونۍ په سر کې د شنبې او یا یکشنبې په ورځو پیل شي.

ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي".

سږکال دیرش زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

ټاکل شوې د سعودي عربستان څخه به د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر د کام ایر هوايي شرکت د الوتکو له لارې په ۲۵ ورځو کې بشپړ شي.

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد بهیر د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۰ مه پیل شوی وو، چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډلې ته جمهور رئیس محمد اشرف غني د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې مخه ښه ویلې وه.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د سعودي عربستان د جدې له ښار څخه به افغان حاجیان د کابل سربیره دهرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو ته هم واستول شي.

دا وزارت وايي، سږکال د حج پر مراسمو هر حاجي شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالره مصرف کړي دي.

د تیرو کلونو په څیر سږکال هم یو شمیر افغان حاجیانو د حج د مراسمو پر مهال د افغان حکومت له خوا د هغوی د اوسیدانې لپاره د برابرو شوو سهلتونو د بڼې په اړه شکایتونه کړي دي.

خو د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د تیرو کلونو پرتله د افغان حاجیانو د اوسیدانې لپاره يې ډیر سهلتونه برابر کړي وو.

په دغو سهلتونو کې افغان حاجیانو ته د لارښونې او د لیږد په برخه کې اسانتیاوې هم شاملې وې.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وینا له مخې سږکال د افغان حاجیانو سره د مرستې لپاره شاوخوا اوه سوه ناظمان او ښوونکي، اتیا مفتیان او ۶۰ ډاکټران په کار ګمارلي وو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد له پیل څخه تر تیرې ورځې ( زمري ۲۲ مه) پورې پنځلس زره افغان حاجیانو ته روغتیايي خدمتونه هم برابر شوي دي.

XS
SM
MD
LG