د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان تعلیمي نصاب کې د جنسي لارښونې لپاره مضمون نشته


اروا پوهان د سکس پوهاوی، د شخصیت د بشپړېدو یوه برخه بولي.
اروا پوهان د سکس پوهاوی، د شخصیت د بشپړېدو یوه برخه بولي.

افغانستان کې پر جنسي مسائلو یا سکس بحث او خبرې کول ننګ او شرم ګڼل کیږي خو جنسي زده کړې د یو شخص د تکامل یوه برخه بلل کیږي. د ارواپوهانو او ډاکټرانو په وينا یو کس ته باید له ماشوم والي د ده عمر ته په کتو، جنسي عامه پوهاوی ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د جنسي اړیکو په اړه ناپوهي په کورنیو کې ستونزې پیدا کوي او زده کړه یې یوه اړتیا ده. د افغانستان په ځینو سیمو کې هلکان او نجونې په کم عمر کې ودونه کوي او د کورنیو مسایلو په هکله هیڅ معلومات یا پوهاوی نه ورکول کیږي.

د عامې روغتیا د وزارت د بارورۍ، مور، ماشوم او تنکیو ځوانانو د ریاست مشرې زلیخا انوري امریکا غږ ته وویل چې د جنسي اړیکو زده کړه یوه مغلقه او په عین حال کې ډېره حساسه موضوع ده او زیاته یي کړه چې دا یوه اړتیا ده چې یو شخص باید په دې اړه زده کړې وکړي.

"زموږ ګن شمېر ځوانان د جنسي اړیکو په اړه پوهاوی نلري او دغه ستونزې د کورنۍ فضا ترینګلې کوي. هغه مسایلو باندې چې دوی باید پوه اوسي نه پوهیږي او په دې هم نه بریالي کیږي چې د یوې سرچینې نه په دغه اړه معلومات واخلي. هلک او نجلۍ باید د واده نه مخکې په دې اړه زده کړې ولري. که موږ وکولی شو لږ تر لږه په دولسم ټولګي کې هم زده کوونکو ته په دې اړه زده کړې برابري کړو ښه به وي."

اروا پوهان د سکس پوهاوی، د شخصیت د بشپړېدو یوه برخه بولي.

ارواه پوه شرف الدین عظیمي امریکا غږ ته وویل، افغاني ټولنې کې د نن ورځې اړتیا دا ده چې ځوانان مو په جنسي زړه کړو پوه شي او په اړه ناپوهي ډېرې ستونزې زېږوي:

"د جنسي اړیکو علمي مطالعه یوه جدي اړتیا ده. دې موضوع ته باید د معارف په شمول ان په وړکتونونو کې هم ځای ورکړل شي. ماشوم چې وده کوي د هغه د عمر هر کال، ځانګړي جنسي پوهاوي ته اړتیا لري. مثلا دوه یا درې کلن ماشوم باید په دې پوه شي چې جنسي الې څه دي، څه رول لوبوي او د دوی نه څرنګه ساتنه وکړي. له دې هغه خوا په معارف کې باید زده کوونکي په علمي توګه د یادو اړیکو په اړه وپوهول شي."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه که یو شخص د جنسي زړه کړو په اړه عملي معلومات ونه لري ویلی شو چې هغه بشپړه وده نده کړې.

  • د جنسي اړیکو په ناپوهۍ کې څه پیښیږي؟

عظميي وايي د جنسي اړیکو په برخې کې "په سلګونه اختلالات او انحرافات لرو. لویه ستونزه دا ده چې د رواني ستونزو یو لوی عامل جنسي اختلالات او انحرافات دي. بیلګې یې بچه بازي، چشم چراني، جنسي زورونې، سادیزم، مازوخیزم، مبدل پوشۍ، ښځو ته د مال په سترګه کتل او داسې نور دي چې یو لوی علت یې د جنسي اړیکو به اړه د زړه کړې نشتون دی."

هغه زیاته کړه افغاني سنتي ټولنه دې ته اجازه نه ورکوي چې په دغې برخې کې یو شخص زده کړې وکړي.

  • آیا د نورو هېوادو په تعلیمي نصاب کې د سکس په اړه پوهاوی شته؟

عظیمي وايي د ځینو اسلامي هېوادونو په شمول په اکثرو پرمختتلو هېوادو کې سکس د تعیلیمي نصاب یوه برخه ده.

په عین حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې له دې لپاره دغه موضوع ته مضومن ندی ټاکل شوی چې ټولنه سنتي ده او ښايي د یاد مضمون په ډېرېدو حساسیتونه راوپاریږي.

د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت امریکا غږ ته وویل: "یوازې د دولسم ټولګي په بیولوژي مضمون کې راغلي چې کله چې یو شخص ځوانیږي له اناتومي اړخه د هغه په بدن کې کوم تغیرات راځي. په دې موږ په نصاب کې تر اوسه کوم مضمون نه لرو."

XS
SM
MD
LG