د لاس رسي وړ اتصالات

ایا د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکي به د ګوام ټاپو ته واستول شي؟ 


په افغانستان کې زرګونه افغانان له امریکایي ځواکونو سره ژباړونکي وو
په افغانستان کې زرګونه افغانان له امریکایي ځواکونو سره ژباړونکي وو

د امریکا د متحده ایالتونو تر قلمرو لاندې د یو کوچني ټاپو «ګوام» چارواکي وايي‌ چمتو دي چې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو ځواکونو ژباړونکو او همکارانو ته موقتې سرپناوې برابرې کړي.

د دغه ټاپو چارواکو ټېنګار کړی دی چې باید په دې اړه له هغوی سره سلا مشورې وشي او په پرېکړو کې دخیل شي.

د «ګوام» والۍ «لو لیون ګواریرو» د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ته په دې اړه یو لیک استولی او لیکلي دي‌ چې غواړي پوه شي دا پرېکړه د «ګوام» د خلکو د ملي ګټو په اساس کیږي.

هغې لیکلي دي: «تاسو ته ډاډ درکوم که ګوام انتخاب شو، زما اداره به ستاسو د طرحې د عملي کولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو وي.»

هغې له ښاغلي بایډن څخه غوښتي دي چې په دې اړه ورسره خبرې وکړي.

تر دې مخکې په دغه ټاپو کې په ۱۹۸۵ کې د ویتنام یو شمېر کډوال هم موقتآ ځای په ځای شوي وو چې بیا امریکا کې مېشت کړل شول.

په «ګوام» کې ځینې خلک اندېښنه لري چې په دغه کوچني ټاپو کې به د زرګونو افغان ژباړونکو مېشت کول ستونزمن وي،‌ خو ځینې نور بیا وایي‌ چې دغو افغانانو له امریکایانو سره مرسته کړې او باید لاس یې ونیول شي.

دا په داسې حال کې دي چې د بشري حقونو ځینو سازمانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو د ژوند او مصونیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په میاشت کې پیل شو او ټاکل شوې چې د روان کال د سپتمبر په یولسمه بشپړ شي.

د امریکا قانون جووړونکو د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د همکارانو د ایستلو په اړه اقدام وکړي. ویل کیږي چې زرګونه افغانانو د امریکا د مهاجرت ځانګړو ویزو ته غوښتنې سپارلي دي او د خپلو ویزو ترلاسه کولو ته منتظر دي.

یو شمېر امریکایي قانون جوړوونکو دا خبره کړې وه تر څو چې دغه کسان خپلې ویزې ترلاسه کوي، باید یو بل درېیم هېواد ته واستول شي.

په همدې حال کې څه موده مخکې طالبانو په یوې اعلامیې کې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکو ته وویل چې وطن پرېنږدي او طالبان له هغوی سره کار نلري، خو ځینې ژباړونکي وايي چې د طالبانو په وعدو باور نشي کېدای.

«ګوام» د آسترالیا په شمال او د ارام اقیانوس په لویدځ کې کوچنی ټاپو دی.

XS
SM
MD
LG