د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس بلینکن ته: افغان ژباړونکي ژر راوباسئ 


د کانګرس غړي وایي چې د افغان ژباړونکو ژوند په خطر کې دی
د کانګرس غړي وایي چې د افغان ژباړونکو ژوند په خطر کې دی

د امریکا قانون جوړونکو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کړې، ژر راوباسي.

دوی وایي د دغو ترجمانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د استازو په خونه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي مایکل مککال تېره ورځ په یوې استعاعیه غونډه کې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل چې وخت کم دی او د طالبانو تهدید زیات دی.

ښاغلي بلینکن وویل چې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي او ټول انتخابونه تر ارزونې لاندې دي.

نوموړي وویل چې کانګرس باید ۸۰۰۰ نورې ویزې هم ومني چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړتیا ته په کتو نور غوښتنلیکونه هم ومنل شي. خو هغه دا هم وویل څومره چې ځینې خلک اندېښمن دي، په افغانستان کې به وضعیت هومره خراب نشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې د بهرنیو ځواکونو له افغان ژباړونکو څخه وغوښتل چې هېواد پرېنږدي او طالبان ورسره کوم کار نلري.

د طالبانو په اعلامیې کې راغلي دي که دغه ژباړونکي " د یو عادي افغان په حیث په خپل هیواد کې ژوند وکړي، هغوی ته هیڅ ډول ستونزه نه پیښیږي او باید ونه ډاریږي."

خو هغه خلکو چې له امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی، ویلي دي چې د طالبانو په دغه ژمنې باور نشي کولی.

د افغان ځواکونو یو افغان ژباړونکي محمد شعیت ولي زاده فرانسې خبري اژانس ته وویل: « په طالبانو باور نلرو... هغوی په ژورنالستانو برید کوي، په موږ به یې څنګه نکوي. هغوی هېڅکله هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. هغوی موږ جاسوسان بولي او غچ به اخلي.»

د راپورونو‌ په اساس په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې طالبانو په لسګونو افغان ژباړونکو بریدونه کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG