د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې پروسه کې به د خبریالانو اساسي حقونه زیانمن نشي


نن چهارشنبه کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده
نن چهارشنبه کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د سولې پروسه کې به د خبریالانو اساسي حقوق زیانمن نشي.

نن چهارشنبه کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده، یاده ورځ د تیرو دوو کلونو راپدېخوا په کابل او ولایتونو کې لمانځل کیږي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "زه یو ځل بیا د بیان ازادۍ د ملاتړ پر اصل او معلوماتو ته د لاسرسي پر حق ټینګار کوم. ډاډ ورکوم چې تر هېڅ ډول شرایطو لاندې به د سولې پروسه کې د خبریالانو اساسي حقونه زیانمن نشي."

نوموړي هیله ښودلې چې د خبریالانو صنفي اتحادیې له اړوندو حکومتي مسؤلینو سره د خبریالانو د خوندیتوب لپاره پر مشخصو ملاتړو بستو خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي چې افغان حکومت د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت ته ژمن دي او ساتنه یې کوي.

د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د بیان ازادۍ د ارزښت ساتنې ترڅنګ د خبریالانو تر شا ولاړ دی او ساتنه یې کوي.

په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ پر داسې مهال لمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د راپور په اساس په تیر یوه کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۵۰ تنه نور د امنیتي ګواښونو له امله له هیواد څخه وتلي دي.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې روان میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.

بلخوا په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم ویلي چې له داخلي او نړیوالو قوانینو سره سم دې د سولې پروسې په جریان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.

یادې ټولنې د دې ترڅنګ پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د ترورونو قیضیې دې وڅېړي ترڅو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت ته د پای ټکی کیښودل شي.

که څه هم تر دا مهاله پر افغان خبریالانو د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی،خو افغان چارواکي وايي چې پر خبریالانو د بریدونو تر شا د طالبانو لاس دی، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

بلخوا بېلابېلو بنسټونو له افغان حکومت څخه د خبریالانو د امنیت ټينګېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو په اساس د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان رسنیو ۳۰۰ خبریالانو او کار کوونکو خپلې دندې پريښي دي.

XS
SM
MD
LG