د لاس رسي وړ اتصالات

د هنګري په یو کمپ کې د افغان مهاجرینو لار ورکه ده


په هنګري کې دا ځای د کرمند کمپ نومیږي چې اکثریت پکې افغانان اوسیږي
په هنګري کې دا ځای د کرمند کمپ نومیږي چې اکثریت پکې افغانان اوسیږي

سعید د افغانستان دی او د هنګري هیواد په یو کمپ کې، په اروپا کې د ژوند پیلولو په هیله خپل سفر ته دوام ورکوي. سعید وایي غواړي په یو اورګاډي کې بوداپست ته او بیا په ټکسي کې جرمني ته لاړ شي چې ټوله خرچه به یي شاوخوا دری سوه ایرو شي.

په هنګري کې افغان مهاجر
په هنګري کې افغان مهاجر

سعید اتلس کلن دی. په بلګراد کې یي یو موټروان ته پیسې ورکړې وی چې د صربستان اوهنګري سرحد ته يي ورسوي. سرحد ته د رسیدو وروسته، د شپې لخوا هنګري ته ننوتو خو د پولیسو لخوا ونیول شو. سعید وایي غواړي جرمني ته لاړ شي ځکه هلته یي ورونه اوسیږي.

اکثره مهاجرین غواړي د هنګري له لارې اروپا ته ځان ورسوي، او سره لدې چې د صدراعظم ویکتور اربان د حکومت لخوا په سرحد کې ممانع ایجاد شوي دي، دا مهاجرین بیاهم د اقامې اخستو عریضې ورکوي او خپل سفر هغه کمپ کې پای ته رسوي چې د اتریش د سرحد نه دوه کیلومتره لری په کرمند سیمه کې موقعیت لري. پدې ډله کې هغه کسان محکمو ته هم وړل کیږي چې د سرحد نه په غیرقانوني ننوتلو وخت کې نیول شوي دي.

په کرمند سیمه کې د مهاجرینو دا کمپ د خلاصې لارې په یو مرکز بدل شوی چې مهاجرین پکې ازاد تګ راتګ کوي.

د هنګري د مهاجرت اداره وایي د می میاشتې تر شپاړسمې پورې دوئ د ۱۵،۳۵۵ مهاجرینو د اقامت اخستو عریضې ثبت کړي او څه ناڅه ۲۲۱ تنه پکې د نړیوال خوندیتوب په چوکاټ کې د اوسیدو حق ترلاسه کړې.

د مهاجرت دا اداره وایي د مهاجرینو اکثره غوښتنې داسی دي چې غواړي د یو کډوال په توګه خپل سفر همدلته پای ته ورسوي او یا یو نامعلوم لوري ته حرکت وکړي. دوئ وايي تراوسه ۷۴ مهاجرینو په همدې ډول دا ځای پریښودی دی. د یادی اداري په وینا پدې کمپ ۱۶۵ کسان پراته وو.

اوس داسی ښکاري چې د کروایشیا او صربستان سره د هنګري په سرحد کې د ممانع ایجاد د هغو مهاجرینو په شمیر کې د پام وړ کمې راوړې چې هنګري ته به ننوتل، خو دا لاره لاهم کارول کیږي او قاچاقبران پکې فعاله دي.

پدې کډوالو کې بل افغان مهاجر تمهید نومیږي چې په هرات ولایت کې د بانک مامور و. تمهید وایي سویس ته ځکه روان و چې ورور یي هلته اوسیږي. تمهید هم غواړي د اتریش له لارې په اورګاډي کې لاړ شي. تمهید وایي هنګري د مهاجرینو لپاره ښه ځای ندی.

د هنګري په سرحد کې د مهاجرینو د غیر قانوني ورتګ له امله لارې تړل شوي دي
د هنګري په سرحد کې د مهاجرینو د غیر قانوني ورتګ له امله لارې تړل شوي دي

پدې ډله کې بل دریم افغان مهاجر نیازی نومیږي. نیازي په پښتو خبرې کولې خو د سیمه ایز ترجمان په ژبه یي وویل چې د بلغاريې او صربستان له لارې د هنګري سرحد ته رسیدلی او وروسته د یو مخبر په ذریعه يي سرحدي ممانع وشکولې او هنګري ته دننه شو.

نیازی وایي ددی لپاره چې د ټکسي پيسې نلري، نو اتریش ته به په پښو مزل وکړي او همداسی به ځان بلجیم ته ورسوي.

د هنګري د حکومت یو ویاند سلطان کاواکس وویل دا موقتي تم ځایونه نه بندوي ځکه دا کار د اروپایي اتحاديي د اصولو خلاف دی.

د افغان مهاجرینو د ستونزو په هکله نن (پنجشنبې می ۱۹مه) په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د أفغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د اروپایي کمیسون د معاونې او د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت په چارو کې د اروپایي اتحاديي له استازې فدریکا موګیریني سره هم خبرې وکړې.

د هنګري خلک د سیپتمبر یا اکتوبر په پیل کې پدې ریفرنډم کوي چې ایا د مهاجرینو د ځای پرځای کولو لپاره د اروپایي اتحاديي نه په راتلونکې کې نور امتیاز واخلي که نه.

په همدې یوه اونۍ کې حکومت د هیواد په کچه داسی کمپاین پیل کړې چې په لوحو کې یي لیکل شوي ٫٫ مونږ بروکسل ته پیغام لرو٬٬.

خو ددی ټولو هڅو په خوا کې منتقدین وایي په هنګري کې د اعتماد وړ ریفرینډم لپاره لږ چانس شته، ځکه ددی کار لپاره د هنګري اته میلیونه واجد د شرایطو رایه ورکوونکي باید په رایه ورکولو کې سهم واخلي. ددی رایګیري له مخې حکومت دا بهانه ترلاسه کوي چې د مهاجرینو موضع په خپله سیاسي اجڼډا کې وساتي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG