د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو په وړاندې د افغانیو راټیټېدل؛ یو ډالر ۱۰۰ افغانیو ته پورته شو


د طالبانو له راتګ وروسته د اسعارو د تبادلې په بازار کې د افغانیو ارزښت راټېټ شوی دی
د طالبانو له راتګ وروسته د اسعارو د تبادلې په بازار کې د افغانیو ارزښت راټېټ شوی دی

په افغانستان کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مارکیټ «شهزاده سرای» صرافان وايي‌ چې نن سه شنبه ډسمبر ۷ (لېندۍ ١٦) د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې په بیسار ډول راښکته شو.

شهزاده سرای چې شېبه شېبه د افغانیو په مقابل کې د ډالرو بیې خپروې نن سهار یې وویل چې یو امریکايي ډالر ۱۰۰ افغانۍ کیږي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مطبوعاتي مسؤل مجید احمدزاده د افغانستان په بانکونو کې د پیسو نشتوالی، د عامو خلکو لخوا د ډالرو اخیستلو زیاته تقاضا د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ټيټېدو عمده لاملونه وبلل.

ښاغلي احمدزاده امریکا غږ ته وویل: "مخکې به په اونۍ کې د افغانستان بانک لخوا له ۷۰ څخه تر ۸۰ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کېدل،خو اوس نشته، زموږ هیواد ډالرو ته زیاته اړتیا لري، ځکه موږ یو مصرفي هیواد یو."

هغه وویل باید داسې یوه منبع پیدا شي چې دغه اړتیا پوره کړي او په خبره یې یوازې څو صرافان نشي کولای چې د اسعار بازار کنټرول کړي.

نوموړي وویل که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په وړاندې نوره هم ټيټه شي.

دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې خپلې تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټیږي.

د افغانستان بانک تیره میاشت وویل چې د بانکي نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت ته راشي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې به د افغانیو «ثبات» وساتل شي.

دې بانک د نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په خپل ټویټر کې لیکلي و چې د پولي سیاست تطبیق ته ژمن دي او په دې برخه کې یې یو لړ ګامونه هم پورته کړي.

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د د دې هڅو په لړ کې به ۱۰ میلیون ډالره لیلام کړي.

بلخوا ملګرو ملتونو تیره میاشت خبرداری ورکړی که له افغانستان سره مرستې ونشي، بانکي نظام به یې وپاشل شي. ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د خلکو ناتواني، چې خپل پورونه نشي ورکولای، له بانکونو ډېرې پېسې اېستلای نشي او د نقدو پېسو کموالی به په څو میاشتو کې مالي نظام سقوط کړي.

له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو بندېدل، په کور دننه د بېکارۍ د کچې لوړېدل،د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه څه بلل شوي چې له امله یې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG