د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت جبهې طالبانو سره نښته کې د خپلو غړو مرګ ژوبله تائید کړه


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ضد جنګېدونکې «مقاومت جبهه» تائیدوي چې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره جکړې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

د دغه جبهې ویاند صبغت الله احمدي پرون دوشنبه ناوخته (اپرېل ۱۱ (وري ۲۲) ویلي چې په دغه نښته د مقاومت جبهې اووه جنګیالي وژل شوي دي. نوموړي ویلي دي چې دغه نښته تیره ورځ د کوهستان ولسوالۍ په «میدان باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه په یاده نښته کې د ۱۶ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د مقاومت جبهې د نوم یادولو پرته تیره ورځ دغه نښته تائید کړه.

ښاغلي کریمي په خپل ټویټر کې لیکلي و چې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د «باغي او شریرو عناصرو» یو مرکز کشف او غړي یې له منځه یووړل شول.

نوموړي ویلي وو چې د دغې نښتې پر مهال یو شمېر وسله وال کسان هم نیولي شوي دي، خو د مقاومت په نوم جبهې د خپلو غړو نیول کېدل رد کړي دي.

دا په داسې حال کیده چې روانه اونۍ د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې هم د طالبانو او مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي وو.

مقاومت جبهې په اندراب ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د څو کلیو د نیولو ادعا هم کړې وه، خو طالبانو د کلیو د نیولو په اړه د یادې جبهې ادعا رد کړې وه.

د دغه جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي وو چې د دوی او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه د تیرې جمعې په ورځ تر ماسپښین ورسته د ده صلاح ولسوالۍ په قاسان دره کې پيل شوه چې دوې ورځې روانه وه. خو د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اسدالله مصطفی هاشمي د یادې جبهې لخوا د څو کلیو نیول رد کړل او ویې ویل چې د مقاومت جبهه له دوی سره د مخامخ کېدو توان نلري.

XS
SM
MD
LG