د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرین پیل کړ


روسي او تاجک ځواکونو له افغانستان څخه د ممکنه امنیتي ګواښونو د دفع کولو لپاره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

دغه تمرینونه د جمعې په ورځ اکټوبر ۲۲ ( تلې ۳۰) د تاجکستان په یوه پوځي‌ پولیګون کې پیل شول.

دغه پوځي تمرین د هغو تمرینونو برخه دی چې له یوې اونۍ راهیسې د روسیې او تاجکستان په ګډون د جمعي امنیت د تړون د غړو هیوادونو ( د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو) پوځي ځواکونو په کې برخه اخیستې ده.

روسي تورنجنرال یګیني پاپلافسکي وویل د دغه تمرین هدف د ممکنه بهرني ګواښ شنډول دي.

هغه وویل :" طالبان به هڅه وکړي چې داعش پلوه ډلې وځپي اویا یې مجبورې کړي چې له افغانستان څخه ووځي په دې توګه مونږ په دې احتمال سترګي نشو پټولی چې کیدی شي د تاجکستان خواته یې را وشړي."

د تاجکستان د دفاع وزیر شیرعلي میرزا وویل په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط وروسته ترهګرې ډلې غواړي چې له افغانستان څخه په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ګټه واخلي.

هغه وویل :‌ "هغه تروریستي ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، واک ته دې د طالبانو له رسېدو وروسته یې عصري وسلې ترلاسه کړي او خپل دریځونه یې ډیر قوي کړي او غواړي چې له افغانستان څخه په سیمه کې د ورانکاره کړنو لپاره کار واخلي."

مسکو ژمنه کړېده چې د تاجکستان او ازبکستان په ګډون د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته چې اوس د روسیې متحدین دي، د ممکنه ګواښونو د شنډولو لپاره پوځي مرسته برابره کړي او له دغو هیوادونو سره یې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري ګډ پوځي تمرینونه پیل کړیدي. په تاجکستان کې په دغه پوځي تمرین کې ۵ زره روسي عسکر، له ۷۰۰ څخه زیات ټانګونه او پوځي واسطې او جنګي الوتکې برخه لري.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د واک له لوېدو وروسته، روسیه په سیمه کې د مهم رول د لوبولو په لټه کې ده. دغه هیواد د تیرې اونې د چارشنبې په ورځ د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و چې د طالبانو د استازو په ګډون د چین، پاکستان، ایران ،روسیې او هند استازو هم په کې ګډون کړی و.

روسي چارواکي وايي د طالبانو په دې ژمنې باور لري چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه به ونه ګواښوي، خو زیاتوي چې د داعش ډله، القاعده او د افغانستان په شمال کې نورې ډلې به هڅه وکړي چې د مرکزي اسیا هېوادونه بې ثباته کړي.

XS
SM
MD
LG