د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د پاکستان د حریم په کارولو بحث کوي


امریکا او پاکستان افغانستان د عملیاتو لپاره د هوايي حریم په کارولو بحث کوي
امریکا او پاکستان افغانستان د عملیاتو لپاره د هوايي حریم په کارولو بحث کوي

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم۱) د مطبوعاتو هغه ادعاوې په بشپړه توګه رد نکړې چې اسلام اباد له واشنګټن سره په یوې معاملې کار کوي چې له مخې به یې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد نظامي ماموریت کې د پاکستان هوایي حریم کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد په یوه بیان کې وویل چې "داسې کوم تفاهم نه دی شوی".

ښاغلي احمد زیاته کړه: "پاکستان او متحده ایالات د سیمه ایز امنیت او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې اوږدمهاله همکاري لري او دواړه خواوې په منظم ډول له یو بل سره سلا مشورې کوي."هغه د دغو سلا مشورو په اړه نور تفصیل ورنکړ.

نوموړي داسې مهال دا خبره کوي چې سي ان ان راپور ورکړی چې د امریکا د پاکستان له هوايي حریم څخه په افغانستان کې د عملیاتو موافقې ته نژدې شوې ده.

سن ان ان نن شنبه اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) د درې باخبره سرچینو له قوله ویلي چې د بایډن حکومت امریکايي‌ استازو ته ویلي چې امریکا د پاکستان له هوايي حریم څخه په افغانستان کې د هوايي او استخباراتي عملیاتو لپاره رسمي تړون ته نژدې شوې ده.

راپور وايي پاکستان د مرستې تر لاسه کولو په بدل کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او له هند سره د اړیکو اداره کولو په برخه کې د تفاهم لیک لاسلیکولو ته خوشبیني ښودلې ده.

یوې بلې سرچینې بیا سي ان ان تلویزیون ته ویلي چې خبرې روانې دي او تر دا مهاله د یاد تړون شرایط وروستۍ شوي نه دي او په خبره یې کېدایشي بدلون پکې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا لا هم تمه لري ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو مخالفو ډلو پر ضد عملیات تر سره کړي.

راپور وايي، د امریکا متحده ایالات اوس هم په افغانستان کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کوي، خو زیاتوي چې د رسمي توافق د نشتوالي له امله یې د دوامداره لاس رسي ډاډ نشته.

یوې بلې سرچینې یاد تلوېزیون ته ویلي چې پاکستان ته د امریکايي مقاماتو د سفر پرمهال یوه بله موافقه هم مطرح شوې، خو وايي لا معلومه نه ده چې پاکستان څه غواړي او امریکايي یې په بدل کې څه ورکولو ته چمتو ده.

د امریکا دفاع وزارت او د پاکستان حکومت تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو تر وتلو او پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ځینو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي و.

تر هغه وروسته طالبانو وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالو قوانینو او په دوحه کې له هغوی سره د شویو تعهداتو خلاف، د افغانستان هوایي حریم نقض کړی دی.

د طالبانو ویاند او د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې وروستیو کې لیدل شوي چې د افغانستان هوایي حریم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا "اشغال" شوی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې له امریکا او د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي دي چې د نړیوالو تعهداتو او قوانینو په رڼا او د متقابل درناوي د اصل پر اساس له افغانستان سره تعامل وکړي څو له "بدو عواقبو" د افغانستان د هوایي حریم له نقض څخه مخنیوی وشي.

سره له دې چې امریکایي ځواکونه د روان کال د اګست په ۳۰ نیټه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل، امریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې هغوی له لیرې څخه د افغانستان د خاورې د څارنې توان لري څو ترهګرۍ ډلې ونشي کړای له هغه ځایه د دوی پر ضد برید وکړي.

XS
SM
MD
LG