د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت وايي له پاکستان سره یې د تجارتي اړیکو د ښه کولو هوکړه کړې


طالب چارواکي وايي، له پاکستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ په وړاندې د پرتو خنډونو د لیري کولو پر سر یي، کابل ته د راغلي پاکستاني پلاوي سره هوکړه کړي ده.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې د یاد وزارت مسؤلینو نن د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو ترڅنګ پر یو لړ نورو مسائلو خبرې کړي دي.

ښاغلي برهان زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د صادراتي ډبرو سکرو بیه پر خپل ځای پاتې وي، خو په وینا یې په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاو پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.

هغه وویل: "د معادن وزارت رهبري مقام پاکستاني تجارتي هیئت ته د ډبرو د سکرو او نورو معدني ذخایرو په هکله وویل چې موږ د نړۍ د هر هیواد سره تجارتي قراردادو ته د افغانستان علیا منافع په نظر کي نیولو سره چمتو یو. په آینده کي د چین او هند هیوادونو ته د افغان صادراتو پر لارو چارو او اسانتیاؤ خبرې اترې وشوې".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر دې مخکې ویلي و چې په دغه هیواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو د ګاونډیانو په ګډون له اکثره هیوادونو سره سوداګري ټکنۍ کړې ده. دغه ادارې همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وايي، له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې له دې وروسته د افغانستان بار وړونکي لارۍ د پاکستان ټولو برخو ته آزادانه تګ راتګ کولای شي او همدارنګه افغانستان به اجازه ولري د پاکستان د واګه بندر له لارې هند ته صادرات وکړي.

ښاغلي برهان وویل چې ورته اسانتیاوې پاکستاني لوري ته هم په نظر کې نیول شوي دي.

د هغه د معلوماتو په اساس د طالب چارواکو او پاکستاني پلاوي په لیدنه کې روزانه د ۲۴ ساعتونو لپاره د سپین بولدک ـ چمن دروازې او ۱۲ ساعتونو لپاره د غلام خان، ډنډ پټان او خرلاچي بندرونو د پرانیستني هوکړه شوې ده.

ددغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي: "پاکستان مکلف دی ټولې غیر قانوني اخاذې او په ځوروونکيو چیک پواینټونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره وسایل او مامورین ډېر کړيږ افغانستان به هم ورته چاره ترسره کوي".

همدارنګه ویل شوي چې د ویزو په برخه کې د اسانتیاو په هدف دواړه لوري ګډه کمېټه جوړوي چې د ځانګړي میکانیزم له لارې به د شخصي سکتور پر ځای دولتي ادارې خلکو ته ویزې وویشي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وویل چې دواړو لورو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دوه اړخیزه تخنیکي ټيمونه سره کښيني او په دې برخو کې پرتو ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي.

بلخوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم له پاکستاني پلاوی سره په لیدنه کې د اقتصاد محوره پالیسۍ لمخې د سوداګرۍ، ترانزیټ او همدا راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر اهمیت خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معین محمد صالح فاروقي ژمنه کړې چې هیواد به یې افغان سوداګرو ته او د ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان چمتو دی چې له افغان پانګوالو سره په ګډه په افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړي او په راتلونکي کې به د ډبرو د سکرو پرځای له افغانستان څخه برېښنا پاکستان ته وارده کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو ګمرکي محصول د ۲۰۰ ډالرو څخه ۲۸۰ ډالرو ته لوړ کړی دی.

همداشان، له دې وړاندې افغان سوداګرو او ددغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له پاکستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورت په برخو کې شکایتونه کړي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG