د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د سوداګریزو توکیو د ازاد ترانزیت په اړه نوی توافق وکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

پاکستان وايي، له افغانستان سره د توافق په اساس د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو باروړنکو موټرو ته د دوه طرفه تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرازق داوود دغه اقدام د سیمه ییز اتصال په برخه کې تاریخي پرمختګ بللی دی.

نوموړي تیره ورځ ناوخته مارچ اتمه (کب ۱۷) په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ باید دا څرګنده کړو چې پاکستان او افغانستان د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو او بل بار وړونکو لاریو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړې ده."

د یاد توافق په اساس د مارچ میاشتې پر ۲۱مه باروړونکي موټر د موقت اسنادو په تر لاسه کولو سره دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي.

هغه ویلي چې افغان سوداګر کولی شي په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د دغه هیواد له قونسلګرۍ څخه د تېرېدو جواز تر لاسه کړي.

په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د صدر اعظم استازي دا یو تاریخي توافق بللی او په خبره یې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره به د سوداګرۍ پراخه دروازه خلاصه کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغه توافق هرکلی کړی دی او هغه د سوداګریزو اموالو د انتقال په برخه کې مهم بللی دی.

د سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې دوی مخکې د پولې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو د درېدو په اړه څو ځله له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کړي وې او په دې برخه کې دتوجه غو.ښتنه کړې وه.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: "افغانستان خپله ژمنه کړې ده، تر اوسه عملي شوې نه ده.که چیري دغه توافق عملي شي د سوداګرۍ په برخه کې به مثبت تاثیرات ولري."

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ځينو ستونزو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د نوي پيل خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي چې تیره ورځ په محصولاتو بار څلور افغان موټره له حیرتان بندر څخه ازبکستان ته انتقال شول.

دا په داسې حال کیده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر دې مخکې ویلي و چې په دغه هیواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هیوادونو سره سوداګري ټکنۍ کړې. دوی د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

د سوداګرۍ خونې د تیرې اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په سوداګریزو مارکېټونو کې یې په عرضه او تقاضا اغېز کړی او د لومړنیو توکو په ګډون په ځانګړي ډول د سونګ موادو بیې یې لوړي کړي دي.

پاکستان تر دې مخکې هم د افغانستان له خاورې څخه منځنۍ اسیا ته د خپلو بار وړونکو موټرو د تېرېدو اجازه غوښتنې وه.

XS
SM
MD
LG