د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځو ولایتونو د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان شوې


له څو ځلې ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هیواد د پنځو ولایتونو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مقاماتو ویلي چې په راتلونکې اونۍ کې به په سیستم کې د ټولو بایومتریک رایلو له داخلولو وروسته، د نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.

د دایکندي، فراه، ارزگان، جوزجان او بامیانو د ولایتونو رایې د جمعې په ورځ (لیندۍ ٢) اعلان شوې.

له دغو ولایتونو څخه ١٦ تنو ولسي جرگې ته لاره موندلې چې ١٢ تنه یې نارینه او څلور ښځې دي.

ټاکل شوې چې دغه نتیجې د شکایتونو د کمیسیون له خوا تر ارزونې وروسته نهایي شي.

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو د پایلو اعلان څو ځلې وځنډېده چې زیات شمیر نیوکې یې رامنځته کړیدي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون مسؤلینو ویلي دي چې انتخاباتي شکایتونو ته رسیدگي او په سیستم کې د بایومتریک رائیو د داخلولو په گډون یو لړ فني ستونزو د انتخاباتو د پایلو اعلان ځنډولی دی.

منتقدین وایي د پارلماني انتخاباتو د وروستنیو پایلو د اعلان ځنډیدل ښایي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسه کولو پر څرنگوالي باندې هم اثروکړي.

XS
SM
MD
LG