د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې نهايي متن نه دی ترلاسه کړی- صدیقي


د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د موافقې متن موږ ته نه دی رسېدلی- ارګ
د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د موافقې متن موږ ته نه دی رسېدلی- ارګ

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د موافقې نهايي متن نه دی رسېدلی.

ښاغلي صدیقي صدیقي امریکا غږ ته د جمعې په ورځ (اګست۹) هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د دغې موافقې متن ولسمشر غني ته رسېدلی دی.

ښاغلي صدیقي وویل :"کوم راپورونه چې نن خپاره شوي دي، چې ګواکې دغه متن او یا یې هم کاپي خپره شوې وي، موږ دا نه تائیدوو. تاسو په جریان کې یاست چې ښاغلی خلیلزاد په کابل کې و او د سولې پروسې پر بېلابېلو جزئیاتو او د دغه بهیر پر بېلابېلو مراحلو په اړه یې ولسمشر غني سره خبرې وکړې،موږ په دغه پروسه کې د نورو قدمونو پورته کولو په تمه یو، خو کوم راپورونه چې نن خپاره شوي، په هغه کې د ټاکنو موضوع یاده شوې ده، موږ هغه ردوو."

خو د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک متن له ارګ سره شریک شوی دی.

دغه سرچینې نن جمعه د «زمري میاشتې پر۱۸مه» د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د یاد هوکړه د متن له مخې ټاکل شوې تر راتلونکي لوی اختر وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

د را روانې یکشنبې په ورځ د افغانستان ترڅنګ په ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. سرچینې د سولې د دغه هوکړ لیک د نورو جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

په حکومت کې دننه یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د دې هوکړه لیک په متن کې د طالبانو د نوم د کارونۍ ترڅنګ په قوسونو کې د «امارت» نوم هم کارول شوی چې افغان حکومت د «امارت» له نوم سره موافق نه دی.

دغه سرچینه وايي، چې په دې متن کې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ته سپارل شوی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او نورو اړوند مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر داسې مهال د سولې د هوکړه لیک متن تر لاسه کوي، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرې مهم پړاو ته داخلي شوي دي.

دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي، دواړو لورو پکې د پرمختګ خبر ورکړی دی. اوس مهال د دواړو لورو ټېمونه، د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دغو جزئیاتو توافق ډېر مهم بللی و.

پر همدې مهال نن جمعه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د تېره ورځ یې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

نوموړي لیکلي چې ناروې د افغان سولې بهیر کې مهم رول تر سره کولی شي او افغانستان ته د سولې په راوستلو کې مرسته کولای شي.

ښاغلی خلیلزاد تر ناروې مخکې د افغان سولې بهیر په اړه د نړیوالې اجماع د ملاتړ پیاوړي کولو په هدف هند ته تللی و.

XS
SM
MD
LG