د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: امریکا د سولې یوې ښې موافقې ته چمتو ده


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو د موافقې په لټه کې نه بلکې د سولې د یوې داسې موافقې په لټه کې ده چې هغه سره د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.

زلمي خلیلزاد پرون جمعه ناوخته پر خپل ټوېټر لیکلي چې امریکا په افغانستان کې شرایطو ته په کتو حضور لري او شرایطو ته په کتو وزي.

هغه ویلي:"موږ د سولې موافقې په لټه کې يو، د سرتيرو د ايستلو موافقه نه، د سولې هغه موافقه چې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړي".

ټاکل شوې نن شنبه د «اګست پر۳مه» په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې پیل شي.

زلمی خلیلزاد چې تېره ورځ دوحې ته رسېدلی همدارنګه ویلي، چې طالبانو د سولې موافقې ته شین څراغ ښودلی دی.

هغه ویلي:"طالبانو داسې اشارې ښودلې چې غواړې یوې هوکړې ته ورسېږي، موږ یوې ښې هوکړې ته پوره چمتووالی لرو."

نوموړی په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېر اونۍ ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د شرایطو تر تضمین وروسته خپل پوځي حضور په تدریجي توګه کم کړي.

ښاغلی خلیلزاد دوحې ته ترسېدو مخکې په اسلام اباد کې ویلي،چې افغان سوله د افغانستان او پاکستان ضمانت اړتیا لري، چې له مخې دا ډاډ تر لاسه شي چې د هېڅ یو هېواد خاوره به د بل د ګواښولو لپاره نه کارول کېږي.

طالبانو که څه هم تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د اتم پړاو خبرو پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG