د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې کنفرانس کې د طالبانو پر ګډون د حکمتیار ټینګار


ګلبدین حکمتیار همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ چې د ترکیې له ناستې څخه دي د یو فرصت په توګه ګټه پورته کړي.
ګلبدین حکمتیار همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ چې د ترکیې له ناستې څخه دي د یو فرصت په توګه ګټه پورته کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغان سولې په اړه د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړي نن شنبه اپرېل۱۷(وري ۲۸) د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې وسله وال طالبان امریکا سره له مذاکراتو تیر شوي او په وینا یې له افغان لوري سره د مذاکراتو نه کولو په اړه هیڅ توجیه نلري.

هغه ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان دي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له افغان حکومت سره مذاکرات نه قطعه کوي، بلکي دوام دې ورکړي.

ګلبدین حکمتیار همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ چې د ترکیې له ناستې څخه دې د یو فرصت په توګه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: "له طالبانو مي غوښته داده چې د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان شل کلنه جګړه دې پای ته ورسوي... له طالبانو غواړم چې په هیڅ صورت له افغانانو سره مذاکرات قطعه نه کړي او سولې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو هڅو ته دوام ورکړي."

د حکمتیار په وینا که طالبان له افغانانو سره له خبرو ډډه وکړي، په وینا یې دا به د افغانانو د غوښتنې خلاف وي او هم به د طالبانو په وړاندې منفي ذهنیت رامنځته کړي.

د حزب اسلامي مشر پر داسې مهال د ترکیې ناسته کې د طالبانو پر ګډون او له افغان حکومت سره د خبرو پر دوام ټینګار کوي چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

طالبانو ویلي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي دوی به د افغانستان په اړه هیڅ غونډه کې ګډون ونه کړي.

خو دا چې د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو نېټه اعلان کړه معلومه نه ده چې طالبان به دغه غونډې ته ورسي او که نه.

بلخوا د تیر ۲۰۲۰ کال په سپمپر میاشت کې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شوي، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان ته حکمتیار غبرګون

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اییستلو د نېټې اعلان یو پرمختګ خو د دوحې د تړون خلاف وباله.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو ایستلو بهیر کې د ځنډ دلیل لوجستیکي نه بلکې سیاسي وباله.

XS
SM
MD
LG