د لاس رسي وړ اتصالات

فرید ملک: خپل مډال خرڅوم چې پاکستان څخه شړل کېدونکو افغانانو سره مرسته وکړم، نور توان نلرم


افغان لوبغاړی فرید ملک خپل د سپینو زرو مډال خرڅوي چې له پاکستان څخه شړل کېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.
افغان لوبغاړی فرید ملک خپل د سپینو زرو مډال خرڅوي چې له پاکستان څخه شړل کېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.

د افغاستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک وايي چې له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو د حالت په لیدو «ځورېدلی» دی.

فرید ملک د دغو کډوالو سره د مرستې لپاره خپل د «سپینو زرو» مډال پلوري. ده دغه مډال څو اوونۍ مخکې په چین کې د اسیايي لوبو په مهال وګاټه. په دغو شل اوریزو لوبو کې افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.

فرید ملک د چهارشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم لسمه) امریکا غږ ته وویل: «نور توان مې نه درلوده، ما ویل راځه دا کار وکړه، بس دا مې له وسه کېده او دا کار مې وکړ.»

هغه هیله وښوده چې دا مډال یې په «ښه قیمت وپلورل شي» چې بې «وزلو افغانانو ته یې ګټه» ورسي. فرید ملک په خپل فیسبوک کې هم دا اعلان خپور کړی دی.

په همدې حال کې ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه مډال د اخیستلو لپاره لیوالیتا ښودلې ده او د فرید ملک دا کار یې ستایلی دی.

د افغانستان یو ځوان هنر مند میر خان مقري ویلي دي چې دا مډال په ۳۰۰۰ ډالرو اخلي.

هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « زمونږ د ملي اتل فرید ملک دغه مډال چې یې لیلاموي او پیسې یې له پاکستانه په زور ایستل شویو افغانانو ته ډالۍ کوي په درې زره ۳۰۰۰$ ډالره اخلم. »

څو ورځې مخکې د کرکت په نړیوال جام کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه او د دغې لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو.

ابراهیم خپله جایزه هغو کډوالو ته ډالۍ کړه چې پاکستان په دې وروستیو کې «شړلي» دي. د هغه دغه کار په پاکستان کې دننه یو لړ غبرګونونه وپارول، خو د کرکټ بورډ مسئولین وایي چې ابراهیم ځدراڼ دا کار له خپلو هېوادوالو سره د بشري خواخوږۍ په اساس کړی دی.

پاکستان اعلان کړی دی چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به هغه افغان کډوال له خپلې خاورې شړي چې د چارواکو په وینا د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

په پاکستان کې چارواکي وايی چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه هیواد د بېلا بېلو برخو څخه نږدې ۲۰۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG