د لاس رسي وړ اتصالات

عمران حیدري د افغانستان تر ټولو ارزښتناکه فوټبالر شو


دغه فډراسیون وايي چې حیدري ته د یاد بنسټ له خوا د ۵۰۰ زره یورو ارزښت ټاکل شوی دی
دغه فډراسیون وايي چې حیدري ته د یاد بنسټ له خوا د ۵۰۰ زره یورو ارزښت ټاکل شوی دی

د افغانستان د فوتبال فډراسیون وايي چې افغان لوبغاړی عمران حیدري د ترانسفر مارکټ ویب سایټ له خوا چې د لوبغاړو د لوبو مادي ارزښت ټاکې د اسیا په کچه یو له غوره او د افغانستان تر ټولو ارزښتناکه فوټبالر بلل شوی دی.

دغه فډراسیون وايي چې حیدري ته د یاد بنسټ له خوا د ۵۰۰ زره یورو ارزښت ټاکل شوی دی.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی عمران حیدری اوس مهال د پولنډ هېواد په لخیا ګدانسک لوبډلې کې لوبیږي.

د فوټبال فډراسیون په وینا عمران یو له هغه محدودو افغان فوټبالرانو له ډلې څخه دی چې د اروپا په کچه معتبره لیګونو کې لوبیږي.

ترانسفر مارکټ هر کال د اسیا به کچه غوره لوبغاړي معرفي کوي او د هغوي د لوبې مادي ارزښت ټاکي.

د یاد بنسټ په وروستۍ درجه بندۍ کې یوازې عمران حیدري د افغانستان نه په ګوته شوی دی.

د ترانسفر مارکټ وروستۍ درجه بندۍ کې د جنوبي کوریا لوبغاړی تاتنهام د ۹۰ میلیونو یورو په ارزښت د اسیا لویې وچې تر ټولو غوره او ارزښتمند لوبغاړی پیژندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG