د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رګبي معیاري لوبغالی نلري


افغانستان کې د رګبي ملي لوبډله، د نولس کلنو ملي لوبډله او ښځینه وو ملي لوبډله جوړه شوې
افغانستان کې د رګبي ملي لوبډله، د نولس کلنو ملي لوبډله او ښځینه وو ملي لوبډله جوړه شوې

افغانستان کې د رګبي لوبغاړي وايي چې په دغه هېواد کې د رګبي یو معیاري لوبغالی هم نشته دی.

افغان رګبي لوبغاړي وايي دوی اوس د دغې تشې له امله د فوټبال په لوبغالو کې لوبې کوي او دا د دې باعث شوی چې افغانستان د رګبي نړیوالې درجه بندۍ کې شامل نشي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو رګبي لوبډلې لوبډلمشر محمد صدیق سکندري په دې اړه نن پنجشنبه ډسمبر ۱۴ (مرغومی ۲۵) امریکا غږ ته وویل: "د رګبي لپاره افغانستان کې هېڅ معیاري لوبغالی نشته موږ د فوټبال په لوبغالو کې لوبې کوو. که افغانستان معیاري لوبغالي درولوده اوس به په نړیوال درجه بندۍ کې راغلی و."

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د تربیت بدني له خوا پینځه جریبه ځمکه رګبي فډراسیون ته ځانګړې شوې خو د پانګې نشتوالي له امله په کې هیڅ کار نه دی شوی.

د رګبي معیاري لوبغالی څه ځانګړنې لري؟

د رګبي لوبغالی د فوټبال لوبغالي په څیر دی او ورسره لږ توپیر لري.

د رګبي لوبغالی ۱۰۰ متره اوږد والی او ۷۰ متره عرض لري (یوازې د لوبې ځای) او د ګول ځانګړې دروازې ورته جوړیږي.

رګبي په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته راوړل شوه او فډراسیون یې په ۲۰۱۱ کې د تربیت بدني ریاست او اولمپیک کمیټې له خوا جوړ شو.

په افغانستان کې د رګبي ملي لوبډله، د نولس کلنو ملي لوبډله او ښځینه وو ملي لوبډله جوړه شوې.

د افغانستان رګبي ملي لوبډله په ۲۰۱۶ کې د لوېدیځې اسیا لوبو کې دویم مقام ګټلی. له دې سربېره په اسیايي لوبو کې چې ۲۰۱۸ کې په اندونیزیا کې ترسره شوي دي اتم مقام ګټلی دی.

پر همدې حال یوې افغانې پېغلې سلیمه امیري تېره اونۍ په رګبي لوبې کې د نه درېدونکې یا (Unstoppable) مقام هم ګټلی دی.

د رګبي لوبغاړي وايي که افغان حکومت ورته لازم امکانات برابر کړي دوی کولی شي چې هېواد ته لوی ویاړونه وګتي.

XS
SM
MD
LG