د لاس رسي وړ اتصالات

ایا پاکستان غواړي افغانستان سره کرکت ډیپلوماسي وکړي؟


عمران خان د افغان کرکټ ملي لوبډلې له غړو سره د لیدنې پرمهال
عمران خان د افغان کرکټ ملي لوبډلې له غړو سره د لیدنې پرمهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته د خپل تګ په اوږدو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو سره لیدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ارګ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عمران خان او د کرکټ ستورو ګډ انځورونه خپاره کړي دي.

بورډ ویلي: "کرکټ بورډ د پاکستان لومړي وزیر ته د افغاني مېلمه پالنې، کلتور او د کرکټ جذبې له مخې د کرکټ یو بېټ ډالۍ کړ.”

له بلې خوا د افغانستان کرکټ نامتو ستوري راشد خان هم پر خپل ټویټر پاڼې کې د دې لیدنې هرکلی کړی دی.

راشد خان ویلي: "هیله لرم چې یوه ورځ د افغانستان او پاکستان لوبډلې د یو بل کوربه توب وکړي. زه پر دې پوره ډاډه یم چې ورزش کولی شي خلک یو مټ کړي او مینه، سوله او هیلې رامنځ ته کړي."

که څه هم د کرکټ بورډ په خپرو شوو انځورونو کې راشد خان د عمران خان تر څنګ نه لیدل کیږي خو د نبي، دولت او رحمت په شان یو شمېر سنیر لوبغاړي یې لیدو ته ورغلي دي.

کابل ته دا د عمران خان لومړنی رسمي سفر دی. هغه د سیاست نه مخکې د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړی پاتې شوی نو ښايي دې خبرې عمران خان افغان ستورو سره لیدو ته لیواله کړی وي.

د ښاغلي عمران خان او افغان ستورو دغه لیدنه په ټولینزو رسنیو کې هم په دې اړه تاوده بحثونه راپارولي دي.

ځینې پر دې اند دي چې پاکستان غواړي د افغانستان سره د کرکت ډیپلوماسي وکړي.

له دې مخکې هند د افغانستان سره کرکټ ډیپلوماسي کړې ده.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د هند سره د ټسټ لوبه کړې. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د یادې لوبې نه مخکې ویلي و چې "افغانستان سره د هند ټسټ لوبه د هر هندي لپاره ویاړ دی."

XS
SM
MD
LG