د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۱ به د افغانستان کورني کرکټ لپاره ارزښتناک کال وي ـ احمدزی


د کرکټ بورډ‌ ډایرکټر دغه لوبې خورا ارزښتناکه بولي او وايي چې کورنی کرکټ د هر هېواد د کرکټ بنسټ دی
د کرکټ بورډ‌ ډایرکټر دغه لوبې خورا ارزښتناکه بولي او وايي چې کورنی کرکټ د هر هېواد د کرکټ بنسټ دی

د افغانستان کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۱ کال لپاره د افغانستان کورني کرکټ د لوبو مهال وېش خپور کړی.

په دغه مهال وېش کې د افغانستان په کچه اوه کورني ټورنمنټونه په پام کې نیول شوي دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.

د کرکټ بورډ‌ ډایرکټر دغه لوبې خورا ارزښتناکه بولي او وايي چې کورنی کرکټ د هر هېواد د کرکټ لپاره بنسټیز حیثیت لري.

رئیس احمدزي نن چهارشنبه جنورۍ ۱۳ ( مرغومې ۲۴) په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "سږ کال به د افغانستان کورني کرکټ لپاره ښه کال وي. زموږ لویه موخه دا ده چې کورنی کرکټ داسې وضعیت ته ورسوو چې نړیوال کرکټ سره توپیر یې را لنډ شي."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه پخوا به کله چې له کورني کرکټ نه ملي لوبډلې ته یو لوبغاړی ولاړ، د ملي لوبغاړو سره به یې ډېر توپیر کېده. موږ غواړو پر کورني کرکټ ډېر کار وکړو او دغه تشه دګه کړو.

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د کورني کرکټ مهال وېش
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د کورني کرکټ مهال وېش

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د کورني کرکټ مهال وېش په لاندې ډول دی:

  • جنوري- مارچ: د وزیر محمد اکبر خان ولایتي لوبلړۍ چې یوې ورځینۍ لوبې پکې شاملې دي.
  • مې: د شهید نجیب الله ترکي په نامه د معلولینو سیمه ییزې شل اوریز ټورنمنټ.

جون: د ملت بابا په نامه سیمه ییزې شل اوزیزې لوبلړۍ.

د اولس کلنو شل اوریز ټونمنټ.

جولای: د شهید داوود خان د اولس کلنو شل اوریز ټورنمنټ.

د شپږیزې لیګ اتم پرړاو.

  • اګسټ- سپټمبر: د احمد شاه بابا فرسټ کلاس تمریناتي کمپ او ټورنمنټ.

اکټوبر: د کلبونو تر منځ یوې ورځینۍ لوبلړۍ.

  • نومبر :د غازي امان الله خان لسټ ای تمریناتي کمپ او لوبلړۍ.

د روان کال مهال وېش په داسې حال کې خپریږي چې تېر کال په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله ټولې رسمي لوبې ټکنۍ شوې وې.

د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې سږنی مهالویش به کورني کرکټ ته یو بوخت کال وي او دا د دوه درې کالو مخکې په پرتله ډېر بوخت مهالوېش ګڼي.

XS
SM
MD
LG