د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د کرکټ په تجارتي لیګونو کې د لوبډلو مشري کوي 


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

د نړۍ د کرکټ په زیات شمیر لویو او کوچنیو تجارتي ‌لیګونو کې د افغانستان د کرکټ‌ لوبغاړي‌ لوبېږي، خو شاید دا ښایي لومړی ځل وي چې افغان لوبغاړي په یو لوی بهرني لیګ کې د لوبډلې کپتاني کوي.

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ جنوري‌ لسمه (مرغومې ۲۰) په جنوبي افریقا کې د کرکټ‌ شل اوریز تجارتي لیګ پیل شي. په دغه لیګ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم لوبېږي.

راشد خان لومړی افغان دی چې د جنوبي افریقا د کرکټ په دغه لیګ کې د «ممبۍ انډین کیپ ټاون» د لوبډلې کپتان او مشر دی. په دې لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې دي.

د افغانستان د وقار سلامخېل تر څنګ د انګلنډ او جنوبي‌افریقا مشهور لوبغاړي به د راشد خان په کپتانۍ کې لوبې کوي.

د راشد خان په لوبډلې کې سام کوران هم شته چې په همدا تېر ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د لوبې غوره توپ اچوونکی شو.‌ ده د افغانستان سره په لوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول او د انګلنډ لومړی توپ اچوونکی شو چې په دا ډول یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي اوټ کوي.

راشد خان تر دې مخکې د هند په مشهور تجارتي لیګ کې د یوې لوبې لپاره د خپلې لوبډلې کپتاني‌کړې وه او ګټلې یې وه، خو دا لومړی ځل دی چې د یوې لوبډلې مشري ورسپارل کېږي.

راشد خان تازه د افغانستان د کرکټ د شلو اورونو لوبو کپټان ټاکل شوی دی.

حمشت الله شهیدي د افغانستان بل هغه لوبغاړی چې د نیپال په لومړي شل اوریز تجارتي لیګ کې یې د یوې لوبډلې کپتاني وکړه.

حشمت الله شهیدي د نیپال د کرکټ‌ په لیګ کې د «فار ویسټ یونایتډ» لوبډلې کپتان و چې په دغو سیالیو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره تر ۴۰۰ ډېرې منډې وکړې. حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو کپتان هم دی.

حشمت الله شهیدي په ۲۰۱۹ کې په متحدو ایالتونو کې د «یو اس اوپن» تجارتي لیګ کې هم د افغانانو د یوې لوبډلې کپتان و.

په دې سربېره، دا مهال محمد نبي، رحمان الله ګربز، مجیب الرحمن، نوین الحق، اظهارالحق، قیس احمدی او ځینې نور افغان لوبغاړي په نورو تجارتي لیګونو کې په لوبو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG