د لاس رسي وړ اتصالات

راشد، نبي او نورو لوبغاړو د نجونو د تحصیل په بندولو غبرګون ښودلی 


Nabi Rashid
Nabi Rashid

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلیو ستوریو راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز او ګلبدین نایب د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه خواشيني څرګنده کړې او تعلیم یې د نجونو حق بللی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ په یو فرمان کې «امارتي او خصوصي پوهنتونونو» ته ولیکل چې «د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل» دی، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړي نه دي.

دا پرېکړه په کور دننه او بهر غندل شوې ده. په همدې ترڅ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په خپل رسمي فیسبوک او ټویټر کې «یو حدیث» خپور کړی او په اساس یې تعلیم د نجونو او هلکانو حق بللی دی.

هغه لیکلي دي: «د علم زده کړه فرض دی! په دې کې شک نسته چې ښځه د ټولنې نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ دی، دا په دې چې ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو(نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. دا هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکې وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلې او نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.»

راشد خان دا مهال د استرالیا د بګ بش په تجارتي سیالیو کې په لوبو بوخت دی.

بل لوبغاړي محمد نبي په خپل فیسبوک کې یو تصویر خپور کړی چې په کې لیکل شوي: «يوه لوستې ښځه یو مکمل نسل روزي.» نوموړي لیکلي دي: «مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او دغه هيواد د ميرمنو زده کړو ته هم حیاتي ضرورت لري. ځکه چې د دواړو (نارینه او ښځینه وو) په زده کړو او گډو هڅو د هېواد او ملت روښانه راتلونکې تضمینیږي.»

محمد نبي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې مخکني کپتان دی، دا مهال په سري لانکا کې په لوبو بوخت دی.

بل لوبغاړي رحمان الله ګربز هم په خپل ټویټر کې په پښتو او انګلیسي ژبو ټویټونه کړي دي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو پرېکړه دې بدله کړي. هغه لیکلي دي: «د تعلیم د یوې ورځې ضایع کېدل، د هېواد د اینده د یوې ورځې ضایعه کېدل دي.»

د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړي ګلبدین نایب هم په خپل ټویټر کې په دې اړه غبرګون ښودلی دی. ګلبدین نایب په خپل ټویټر کې د خپل تصویر په ځای د یوې زده کوونکې تصویر خپور کړی چې ورسره لیکل شوي دي: « يوه لوستې ښځه یو مکمل نسل روزي.»

نوموړي په خپل ټویټر کې یو حدیث هم خپور کړی دی: « قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ وَ مُسْلِمَه. ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض دی.»

افغان لوبغاړو مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او ځینو نورو هم غبرګون ښودلی دی. په افغان لوبغاړو سربېره، د طالبانو د حکومت ځینو مشرانو، پلویانو او همدغه راز د مخکني حکومت ځینو مقاماتو، د بشري حقونو فعالانو او عادي افغانانو په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه د طالبانو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې غندلې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه وروسته یې په سیاسي، اجتماعتي او اقتصادي چارو کې د ښځو په مشارکت بندیز ولګوه، تر شپږم ټولګیو ورپورته یې د نجونو ښوونځي وتړل او په تازه پرېکړې کې یې د پوهنتون دروازې یې هم د نجونو په مخ وتړلې.

نړیواله ټولنه په طالبانو فشار راوړي چې د ښځو په وړاندې خپل دریځ بدل کړي او یو شمېر هېوادونو د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط هم د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG