د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان له ټولو ترهگرو ډلو سره اړیکې لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي چې طالبان له "ټولو پیژندل شویو ترهگرو ډلو سره" اړیکې لري.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د نړۍ په اقتصادي غونډه کې چې د سویس په داوس کې جوړه شوې وویل چې د طالبانو ډله د "ځمکې پر سر د سترو جنایتکارو او مافیایي سازمانونو" او پاکستان سره اړیکې لري.

د ښاغلي غني له څرگندونو نه څو ساعته مخکې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو د موافقې په هکله خبر ورکړی و چې د القاعده شبکې او داعش ډلې ته به اجازه ورنکړي ترڅو د افغانستان د خاورې نه په بهر کې د بریدونو لپاره گټه واخلي.

د افغانستان جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د مذاکراتو په هکله وویل په هغه مذاکراتو کې چې د سیمې هیوادونه شتون ونه لري نتیجه به ورنکړي.

ښاغلي غني وویل چې د افغانستان قضیه ملي، گاونډي، سیمه ییز، اسلامي او نړیوال ابعاد لري چې د هغه په وینا که د افغانستان د قضیې دغه ټول ابعاد په پام کې ونه نیول شي یواځې د یو اړخ حل کول به بسیا ونکړي.

خو ښاغلي غني پدې ټینگار وکړ چې د افغانستان د حکومت او طالبانو اختلافونه باید د سیاسي لارې حل شي.

جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاطر دې هیواد ته ندي راغلي بلکه امریکایي سرتیري د امریکا د امنیت په خاطر په افغانستان کې جگړه کوي.

ښاغلي غني د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په تړاو وویل امریکا د یو خپلواک هیواد په توگه حق لري چې د افغانستان نه ووځي، خو د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر باید په سمه توگه ترسره شي.

ښاغلي غني پدې اړه دا پوښتنه هم مطرح کړه چې آیا امریکا هغه هدف ته رسیدلې او که نه چې په وجه یې افغانستان ته راغلې وه؟

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل د جگړې د پرمخ بیولو مسولیت د افغانانو په غاړه دی او له کومې ورځې چې هغه جمهور رئیس شوی څه دپاسه ۴٥ زره افغان امنیتي سرتیري په جگړه کې وژل شوي، پداسې حال کې چې د نړیوالو ځواکونو یواځې څه کم ٧٢ سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG