د لاس رسي وړ اتصالات

غني: دا یو خیال دی چې د جرمني په سړکونو سره زر پراته دي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې د یو شمیر افغان ځوانانو ترمنځ داسې "خیال" شته چې گواکې د جرمني کوڅې په سرو زرو فرش شوي.

ښاغلي غني ویلي هغه شمیر ځوانان چې کیدای شي د منځني طبقې یوه برخه شي او په افغانستان کې د کار کولو له جدي فرصتونو نه برخمن شي، د هیواد په خوشې کولو سره یې"سختو فزیکي کارونو" ته مخه کړي.

افغان ولسمشر همداشان د انساني قاچاقبرو له لارې د مهاجرت د خطرونو په هکله افغان ځوانانو ته خبرداری ورکړی او ټینگار یې کړی چې "هماغه خلک چې مخدره توکي قاچاق کوي، انسان او وسلې هم قاچاق کوي."

ښاغلي غني ویلي نه غواړم چې خپل خلک [بهر ته] ولیږم، غواړم خپل [سوداگریز توکي] صادر کړم."

ښاغلي غني همداشان ویلي دي چې جرمني په نړۍ کې د جلغوزو ستر واردونکی هیواد دی او افغانستان په تیر کال کې په نړۍ کې تر ټولو زیات جلغوزې تولید کړي دي، خو پرته له دې چې خام جلغوزي په افغانستان کې پروسس شي له هیواد نه بهر قاچاق کیږي.

د جرمني په سوکالۍ کې د افغانانو رول

د افغانستان جمهور رئیس هغو جرایمو ته په اشارې چې د ډیر کم شمیر افغان مهاجرینو له خوا په جرمني کې شوي دي ویلي چې د جرمني حکومت او خلک نه ښایي چې د "دوو یا دریو تنو د کړونو په وجه یو ملت محکوم کړي".

ښاغلي غني پدغه مرکه کې ټینگار کړی چې د هر افغان مهاجر په مقابل کې چې ممکن په جرمني کې یې جرم کړی د ډاکترانو او پوهانو په گډون په سلگونو نور افغان مهاجر په مختلفو برخو کې د هغه هیواد په سوکالۍ کې ونډه اخیستې ده.

د مهاجرو په اجباري ایستلو په جرمني کې هم اعتراضونه شوي

ښاغلي غني په ١٩٨٠ لسیزه کې د افغان مهاجرو څخه د جرمني د ولس له میلمه پالنې نه د مننې په ترڅ کې وویل چې د جرمني خلکو هغه وخت "د خپلو زړونو دروازې" د افغان مهاجرو پر مخ پرانستې او "نتیجه یې د ځمکې پرمخ د انساني پانگې د تولید یوه بیسارې بیلگه وه."

د جرمني نه په اجباري توگه د افغان مهاجرو د ایستلو په ضد اعتراضونه
د جرمني نه په اجباري توگه د افغان مهاجرو د ایستلو په ضد اعتراضونه

د افغانستان جمهور رئیس ټینگار وکړ چې جرمني هغه ته د "هیلو د مشعل، ټولنیز ادغام، د اقتصادي ودې او د انسان پر وړاندې د مینې د مشعلونو" په څیر دی.

جمهور رئیس په جرمني کې د مهاجرت د تودو بحثونو په اړوند همداشان ویلي دي چې د جزمني په گډون په اروپا کې د تولیداتو کچه د هغې د ټولنیزو پالیسو سره توازون نه لري او ټینگار یې کړی دی چې جرمني "بشري قواو" ته اړتیا لري، ځکه هغه شمیر خلک چې په جرمني کې کار کوي د هغو کسانو په پرتله چې تقاعد یې کړی په تعادل کې ندي.

ښاغلي غني ویلي چې په ٢٠١٥ کې د مهاجرینو د منلو په هکله د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل، اقدام یو "منطقي تصمیم" و.

ښاغلي غني پداسې حال کې په جرمني کې د افغان مهاجرو په اړه خبرې کړي چې په دوو تیرو کلونو کې د جرمني حکومت شاوخوا ۱۵۰ افغان پناه غوښتونکي چې پناه غوښتنه یې رد شوې وه د هغه هیواد نه ایستلي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت او ناامنیو د زیاتیدو له وجې پدې وروستیو کلونو کې شاوخوا ٣٠٠ زره افغانان په ځانگړې توگهع ځوانان له هیواد نه وتلي دي.

خو ښاغلي غني د جرمني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې "په افغانستان کې د مصونیت تعریف ډیر سخت دی."

XS
SM
MD
LG